6 NTA خالي بستونه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۴:۳۶
ان ټې ای بستونه

Publish Date

Closing Date

Location

درېيم مکروریان، د کور او ښارجوړولو وزارت

کاندیدان محترم کاپی اسناد تحصیلی تائید شده وزارت محترم تحصیلات عالی ، کاپی تذکره الکترونیکی ، خلص سوانح ، تجارب کاری ، (در صورتیکه طور قراردادی کار نموده باشد کاپی قرارد اد ها و تصادیق کارکرده گی ) و CV  خویش را به آدرس (hr.nta@mudh.gov.af) ارسال نمایند و یا  به طور فزیکی به دفتر استخدام کارمندان قراردادی NTA ریاست امورکارکنان این وزارت قبل از تاریخ ختم اعلان تسلیم نمایند

 

 

د دندې لایحه

د بست ټول معلومات

شماره اعلان بست:

10

عنوان وظیفه:

ښاري چارو کارپوه

بست:

 NTA(National Technical Assistance)

وزارت یا اداره:

د کور او ښار جوړولو وزارت

موقعیت بست:

د مقام دفتر

تعداد بست:

2 بست

گزارشده به:

د وزارت مقام دفتر

تاریخ اعلان

29/ اسد / 1404

تاریخ ختم اعلان

10 / سنبله / 1404

 

د دندې موخه: د ښاري پراختیا، تنظیم او همغږۍ په موخه د ښاري پلانونو، پالیسیو او پروژو تحلیل، ارزونه او پراختیا لپاره تخنیکي او مشورې وړاندې کول، ترڅو ښاري پرمختیا د ملي پلانونو او قانوني چوکاټ سره سم پرمخ لاړه شی.

 

  دندې او مسئولیتونه:

   اساسی دندې:

  1. د ښاري پراختیا پالیسۍ، تګلارو، او ستراتیژیو تحلیل او مسلکي نظر وړاندې کول.
  2. د ښاري پراختیا اړوند پروژو تخنیکي ارزونه او په هکله یې مقام ته نظر وړاندې کول.
  3. د ښاري پلانونو، نقشو، او ساختماني چوکاټونو ارزونه او له قانون سره یې تطبیق.
  4. وزارت ته د ښاري برخې اړوند تخنیکي او مشورتي نظریات وړاندې کول.
  5. له اړوندو ادارو سره همغږي او د ښاري پراختیا د یو شان پرمختګ لپاره همکاري.
  6. د ښاري معلوماتو تحلیل د ستونزو په ګوته کول د ښاري برخې راپورونو ترتیبول.
  7. د ښاري خدماتو پراخولو او ښه والي لپاره نوې حل لاري او وړاندیزونه وړاندې کول.
  8. د نوې ښاري پالیسۍ یا طرحو مسودې ترتیبول او ارزول.
  9. د رهبرۍ له خوا سپارل شویو دندو ترسره کول.

......................................................................................................................................................................................................................................................

لازمي شرایط: (زده کړې، تجربه او مهارتونه)

الف – تحصیلات

  • لږ تر لږه د ښاري پلان جوړونې، ښاري پراختیا د لیسانس سند ماسټري سند ته ترجیح ورکول کیږي.

ب - تجربه:

  • لږ تر لږه ۵ کاله کاري تجربه په ښاري پراختیا، ښارجوړونې یا د ښاري پروژو تحلیل او ارزونې برخه کې.

ج - مهارتونه او اړتیاوي:

  • د ښاري پلان جوړونې، اصولو او قانوني چوکاټونو ښه پوهه.
  • د AutoCAD، GIS یا نورو اړوندو تخنیکي پروګرامونو کارول.
  • پیاوړی تحلیل، راپور لیکنه، او شفاهي بیان.
  • د پلان جوړونې اسنادو ترتیب، ارزونه او تطبیق.
  • د همغږۍ او ټیم کار وړتیا.
  • د MS Office پروګرامونو پوره بلدیت.

 

 د ارزونې شاخصونه:

  • د تخنیکي او مشورتي نظرونو کیفیت.
  • د ښاري پلانونو او راپورونو د تحلیل دقیقیت.
  • د نوښت وړاندیزونه او ستونزو ته حل لارې وړاندې کول.
  • له نورو ادارو سره همغږي.
  • دندې پر وخت دقیق او موثر ترسره کول، اسلامي امارت اصولو ته وفاداري

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

کاندیدان محترم کاپی اسناد تحصیلی تائید شده وزارت محترم تحصیلات عالی ، کاپی تذکره الکترونیکی ، خلص سوانح ، تجارب کاری ، (در صورتیکه طور قراردادی کار نموده باشد کاپی قرارد اد ها و تصادیق کارکرده گی ) و CV  خویش را به آدرس (hr.nta@mudh.gov.af) ارسال نمایند و یا  به طور فزیکی به دفتر استخدام کارمندان قراردادی NTA ریاست امورکارکنان این وزارت قبل از تاریخ ختم اعلان تسلیم نمایند

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د دندې لایحه

د بست ټول معلومات

شماره اعلان بست:

11

عنوان وظیفه:

حقوقي کارپوه

بست:

 NTA(National Technical Assistance)

وزارت یا اداره:

د کور او ښار جوړولو وزارت

موقعیت بست:

د مقام دفتر

تعداد بست:

 

گزارشده به:

د وزارت مقام دفتر

تاریخ اعلان

29/ اسد / 1404

تاریخ ختم اعلان

10 / سنبله / 1404

 

د دندې موخه: د کور او ښار جوړولو وزارت د حقوقي چارو د ښه تظیم، تحلیل او مدیریت په موخه، د نافذه قوانینو، مقرراتو او پالیسیو پر بنسټ مسلکي حقوقي مشورې ورکول، قراردادونو ارزونه، حقوقي اسنادو تحلیل، او قانوني دعوو او شخړو د حل په موخه مشورې ورکول.

 

  دندې او مسئولیتونه:

   اساسی دندې:

1 . د نافذه قوانینو، تقنیني سندونو، قراردادونو، مقرراتو او پالیسیو تحلیل او تطبیق.

2. وزارت ته د حقوقي مشورې وړاندې کول.

3. د حقوقي دعوی وو او حقوقي شخړو له مخې اسناد ترتیبول او قضیو تعقیبول.

  1. .د وزارت له لوري وړاندې کېدونکو قوانینو، طرزالعملونو، اصولو او پالیسیو ته حقوقي کتنه کول.
  2. . د قراردادونو حقوقي تحلیل او د حقوقي خطرونو ارزونه.

6. د وزارت له نورو ادارو سره د حقوقي همغږۍ ټینګولو په موخه طرحې او میکانیزمونه جوړول.

  1. .د تقنیني اسنادو او نوي قانوني مسودو په ترتیب کې مرسته کول.
  2. د وزارت مقام د هدایاتو سره سم اړونده قضایي او اداري بنسټونو کې د وزارت استازیتوب.
  3. حقوقي اسنادو آرشیف جوړول او منظم ساتل.
  4. د رهبرۍ له خوا سپارل شوي نور اړوند مسوولیتونه سرته رسول.

......................................................................................................................................................................................................................................................

 

لازمي شرایط: (زده کړې، تجربه او مهارتونه)

 

الف – تحصیلات

  • لږ تر لږه د حقوقو یا قضا/ عدلیې په برخه کې د لیسانس سند ماسټري سند ته ترجیح ورکول کیږي.

ب - تجربه:

  • لږ تر لږه ۵ کاله اړونده مسلکي تجربه په حقوقي، املاکو، قراردادونو او تقنیني چارو په برخه کې.

ج - مهارتونه او اړتیاوي:

  • د اسلامي شریعت، ملي قوانینو او نړیوالو حقوقي اصولو کې ښه پوهه.
  • د قانونی او اصولي اسنادو تحلیل، ترتیب او ارزیابۍ وړتیا.
  • پیاوړی شفاهي او تحریري بیان په پښتو او دری.
  • په انګلیسي او عربي ژبو بلدتیا.
  • د قضیو مدیریت او مؤثره همغږي وړتیا.
  • له کمپیوټري پروګرامونو (MS Office) سره اشنايي.

 

 د ارزونې شاخصونه:

  • د حقوقي اسنادو کیفیت.
  • د قضیو د حل او تحلیل وړتیا.
  • د مشورو مسلکیتوب.
  • د همغږۍ او راپور ورکولو دقت.
  • د دندو پر وخت ترسره کول

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

کاندیدان محترم کاپی اسناد تحصیلی تائید شده وزارت محترم تحصیلات عالی ، کاپی تذکره الکترونیکی ، خلص سوانح ، تجارب کاری ، (در صورتیکه طور قراردادی کار نموده باشد کاپی قرارد اد ها و تصادیق کارکرده گی ) و CV  خویش را به آدرس (hr.nta@mudh.gov.af) ارسال نمایند و یا  به طور فزیکی به دفتر استخدام کارمندان قراردادی NTA ریاست امورکارکنان این وزارت قبل از تاریخ ختم اعلان تسلیم نمایند

 

 

 

 

 

د دندې لایحه

د بست ټول معلومات

شماره اعلان بست:

12

عنوان وظیفه:

د مهندسي، مسکن او ساختماني چارو کارپوه

بست:

 NTA(National Technical Assistance)

وزارت یا اداره:

د کور او ښار جوړولو وزارت

موقعیت بست:

د مقام دفتر

تعداد بست:

2 بست

گزارشده به:

د وزارت مقام دفتر

تاریخ اعلان

29/ اسد / 1404

تاریخ ختم اعلان

10 / سنبله / 1404

 

د دندې موخه: د كور او ښار جوړولو وزارت د مهندسي، مسكن او ساختماني چارو د تخنيكي ظرفيت لوړولو، د ساختماني پروژو د كيفيت تضمين، او د پاليسۍ جوړونې او تطبيق په برخه كې د وزارت مشرتابه ته مسلكي مشوره وركول، ترڅو ستراتيژيك اهدافو ته په مؤثر ډول ورسيږي.

 

 دندې او مسئولیتونه:

   اساسی دندې:

  1. د ساختماني، مسکوني او زیربنایي پروژو تخنیکي ارزونه، تحلیل او ستونزې په ګوته کول په هکله یې د وزارت مقام ته مشوره ورکول.
  2. د ودانیزو چارو اړوند اسنادو، طرحو، نقشو، ساختماني کوډونو او مشخصاتو مرور، تحلیل، ارزونه او اصلاح.
  3. د اړونده ساختماني معیارونو، د کیفیت کنترول میتودونو، او ساختماني رهنمودونو تحلیل او خپل نظر وړاندې کول.
  4. د ساختماني او مسکن پالیسۍ طرح کول، بیا کتنه او تطبیق وړاندیزونه د وزارت مقام ته ورکول.
  5. د تخنیکي اسنادو، راپورونو، تحلیلونو او وړاندیزي طرحو برابرول.
  6. د وزارت اړوند پروژو د تطبیق پر مهال د نظارت میکانیزمونو طرحه او ارزونه.
  7. د چاپیریال ساتنې، پایښت لرونکو ودانیو، او زلزلې ضد ساختماني اصولو په رعایت مشوره ورکول.
  8. د وزارت مشرتابه ته د اړتیا پر مهال د نورو اړوندو تخنیکي چارو په برخه کې د مشورې او همکاریو وړاندې کول.

......................................................................................................................................................................................................................................................

 

لازمي شرایط: (زده کړې، تجربه او مهارتونه)

الف – تحصیلات

  • لږ تر لږه د ساختماني انجنیري د لیسانس سند ماسټري سند ته ترجیح ورکول کیږي.

ب - تجربه:

  • لږ تر لږه ۵ کاله کاري تجربه د ساختماني یا مسکوني پروژو په مدیریت، تحلیل یا مشورتي برخو کې.

ج - مهارتونه او وړتیاوي:

  • د ساختمانی نقشو، AutoCAD، Revit, ،ETABS ،SAP2000 او MS Project سره پوره بلدتیا.
  • د ملي او نړیوالو ساختماني کوډونو (IBC, ACI, ASTM, UBC) سره اشنایي.
  • د راپور لیکنې، تحلیل، پروژې ارزونې او د پالیسیو جوړولو وړتیا.
  • د معلوماتو تحلیل او ستراتیژیک تفکر مهارتونه.

د – ژبنۍ وړتیاوې:

  • د پښتو او دری ژبو ښه مهارت (لیکل او لوستل)، په انګلیسي ژبه هم تسلط ولري.

ه – نور شرایط:

  • لوړه ژمنتیا، ابتکار، د ټیمي کار روحیه، د فشار لاندې کار کولو وړتیا، او اسلامي اصولو ته وفاداري.

 

 د ارزونې شاخصونه:

  • د کار د کیفیت ارزونه به د وزارت لخوا د ټاکل شویو شاخصونو، فعالیتونو، لاسته راوړنو او راپورونو پر بنسټ ترسره کیږي.

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

کاندیدان محترم کاپی اسناد تحصیلی تائید شده وزارت محترم تحصیلات عالی ، کاپی تذکره الکترونیکی ، خلص سوانح ، تجارب کاری ، (در صورتیکه طور قراردادی کار نموده باشد کاپی قرارد اد ها و تصادیق کارکرده گی ) و CV  خویش را به آدرس (hr.nta@mudh.gov.af) ارسال نمایند و یا  به طور فزیکی به دفتر استخدام کارمندان قراردادی NTA ریاست امورکارکنان این وزارت قبل از تاریخ ختم اعلان تسلیم نمایند

 

 

 

د دندې لایحه

د بست ټول معلومات

شماره اعلان بست:

13                     

عنوان وظیفه:

اقتصادي کارپوه

بست:

 NTA(National Technical Assistance)

وزارت یا اداره:

د کور او ښار جوړولو وزارت

موقعیت بست:

د مقام دفتر

تعداد بست:

1بست

گزارشده به:

د وزارت مقام دفتر

تاریخ اعلان

29/ اسد / 1404

تاریخ ختم اعلان

10 / سنبله / 1404

 

. د دندې موخه

د کور او ښار جوړولو وزارت د اقتصادي تحلیلونو، پالیسۍ جوړونې،  مالي او اقتصادي پروژو د ارزونې، او د پرمختیایي پلانونو په برخه کې د وزارت مقام ته مسلکي او تحلیلي مشورې ورکول، ترڅو د وزارت د اقتصادي موخو او پروژو د مؤثرې پلي کېدو زمینه برابره شي.

۲. د دندو تشریح او مسؤولیتونه

  1. د کور او ښار جوړولو په سکتور پورې اړوند اقتصادي پالیسۍ او ستراتیژۍ تحلیلول او د وزارت مقام ته یې په اړه نظر ورکول؛
  2. د ملي پرمختیايي پلان، ښاري پراختیايي پروګرامونو او د وزارت د ستراتیژیکو موخو سره سم اقتصادي وړاندیزونه ترتیبول؛
  3. د وزارت دهغه پراختیايي پروژو مالياقتصادي امکان سنجونې ، لګښتګټې تحلیل ترسره کول چې د وزارت مقام له خوا ورته محول کیږي ؛
  4. د ښاري زیربناوو او ساختماني پروژو لپاره د مالي سرچینو د جلب او جذب لارې چارې ارزول او د وزارت مقام  ته وړاندې کول؛
  5. د کورنی او نړیوالې پانګونې د جذب لپاره د وړاندیزونو او اقتصادي میکانیزمونو طرح  جوړول ؛
  6. د مالي او اقتصادي راپورونو، احصائیو او شاخصونو تحلیلي څېړنه او د وزارت مقام ته یې د پرېکړې لپاره وړاندې کول؛
  7. د وزارت مقام  له خوا سپارل شوې نورې اړوندې دندې ترسره کول.

۳. د استخدام شرطونه او وړتیاوې

تحصیل:

  • لږ تر لږه په اقتصاد، سوداګرۍاو پرمختیايي اقتصاد کې لیسانس؛ (ماستر یا پورته درجې لرونکي ته ترجیح ورکول کېږي).

تجربه:

  • د اقتصادي تحلیل، پالیسي جوړونې یا ماليپروژوي چارو په برخه کې لږ تر لږه ۵ کاله کاري تجربه؛
  • د زیربنايي یا ښاري پراختیايي پروژو د اقتصادي ارزونې تجربه لرل غوره ګڼل کېږي.

مهارتونه او وړتیاوې:

  • د اقتصادي تحلیل او امکان سنجونې مسلکي مهارتونه؛
  • د راپور لیکنې او تحلیلي اسنادو چمتو کولو وړتیا؛
  • د کمپیوټري پروګرامونوMS Office، Excel، د اقتصادي تحلیل اړوند سافټویرونه) کارولو مهارت؛
  • د پښتو، دري ژبو په لوستلو، لیکلو او خبرو کولو بشپړ تسلط اوپه عربي او  انګلیسي ژبو سره بلدتیا ؛
  • د اړیکو، همغږۍ .

۴. د ارزونې معیارونه

  • د وخت په ټاکلي موده کې د اقتصادي راپورونو او تحلیلونو وړاندې کول؛
  • د وړاندیز شوو اقتصادي پالیسۍ او پلانونو د کیفیت کچه؛
  • د پروژو د مالي او اقتصادي اغېزو په ارزونه کې د مسلکي معیارونو رعایت.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

کاندیدان محترم کاپی اسناد تحصیلی تائید شده وزارت محترم تحصیلات عالی ، کاپی تذکره الکترونیکی ، خلص سوانح ، تجارب کاری ، (در صورتیکه طور قراردادی کار نموده باشد کاپی قرارد اد ها و تصادیق کارکرده گی ) و CV  خویش را به آدرس (hr.nta@mudh.gov.af) ارسال نمایند و یا  به طور فزیکی به دفتر استخدام کارمندان قراردادی NTA ریاست امورکارکنان این وزارت قبل از تاریخ ختم اعلان تسلیم نمایند

 

Documents

لایحه وظایف

سرپرست وزارت شهرسازی و مسکن

4 weeks ago

ما خود را در برابر خدای خود، ملت مسلمان و کشورمان مسئول می دانیم و وظیفه خود می دانیم برای توسعه شهری، توسعه اقتصادی و اجتماعی و حفظ محیط زیست تلاش کنیم. ما متعهد هستیم و تلاش های خود را برای تبدیل وزارت شهرسازی و مسکن به یک وزارتخانه خدماتی و پاسخگو آغاز کرده ایم که همواره در راستای اجرای پروژه های عمرانی و رفاهی و ایجاد شفافیت، مشوق ها و فرصت های شغلی در این زمینه تلاش خواهد کرد.

محترم مولوی نجیب الله حیات حقانی
wazir-image-new

Related VacanciesShow all

Back to vacancies