په ننګرهار کې د اوبو د چیک ډیم له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۵/۱۱/۲۵
د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس قاري محمد نبي سعیدي وایي، د دې ریاست تخنیکي ټیم په سپین غر ولسوالۍ کې د اوبو د چیک ډيم له ودانیزو چارو څارنه وکړه.
ښاغلي سعیدي وویل، یاد چیک ډیم د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو ریاست اړوند دی، چې د ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالۍ د میدانک خارکنی سیمه کې جوړیږي او ودانیزې چارې یې بشپړې شوي دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټیمونه په مرکز او ولایتونو کې د پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو د پروژو چارې په مسلکي او انجنیري معیارونو برابرې تر سره شي.