په فراه ولایت کې د سړک د غاړې د ویالو له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه

۱۰/۹/۱۴۴۶
د فراه ولایت د کوراوښارجوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نصرالله استقلال وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم په مرکز کې د سړکونو د غاړې د ویالو له ودانیزو چارو څارنه تر سره کړه.
ښاغلي مولوي استقلال وویل، د ښار په پنځمه او شپږمه ناحیه کې د سړک تر غاړې د ویالو د سنګکارۍ چارې روانې وې، چې ترې څارنه تر سره شوه چې خواوشا د دې پروژې چارې (۵۲) سلنه مخته تللي دي.
د نوموړي په خبره، قراردادي شرکت ته لازمې سپارښتنې وشوې، تر څو ټولې چارې د نقشې مطابق په معیار برابرې تر سره کړي.