میدان وردګ ولایت کې د څو بېلا بېلو پروژو له وضعیت څارنه وشوه

۱۴۴۶/۰۹/۱۰
د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا محترم مرستیال الحاج محمد اسماعیل فائز د اقتصادي زونونو او صنعتي پارکونو د پراختیا له رئیس او مل پلاوي سره یو ځای د میدان وردګ ولایت یو شمېر استوګنیزو او اقتصادي پروژو له وضعیت لیدنه او څارنه وکړه.
ښاغلي محمد اسماعیل فائز په یاد ولایت کې د میدان ښار اړوند کوتل تخت سیمه کې د (۲۳) بابه استوګنیزو بلاکونو له پروژې لیدنه وکړه چې، ټول (۲۷۶) اپارتمانونه لري.
په ورته وخت کې نوموړي په یاده سیمه کې د استوګنیزو بلاکونو سره نښتي د (۵۰) جریبه لوجستیک پارک له پروژې لیدنه وکړه.
هلته د ډاکتر عبدالوکیل کرنیز انستیتیوت کې د ۱۱ جریبه په مساحت د میوه لرونکو نیالګیو باغ پروژه، د (۳۹) جریبه ځمکې په پراخوالي د مسافر وړونکو ترانسپورتي ترمینل پروژه او په میدان ښار مرکز کې د یو باب استوګنیز بلاک پروژه نورې هغه وې چې، محترم مرستیال الحاج محمد اسماعیل فائز او مل پلاوي یې ترې لیدنه وکړه.
موخه دا ده چې، د کور او ښار جوړلو وزارت په پام کې لري، ترڅو یادې پروژې له هرې ممکنه لارې چې کېږي، بېرته پیل، بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپاري.