مهاجرینو ته د ځمکې د وېش کمېټې غونډه وکړه.

۱۴۴۶/۰۶/۲۹
د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ، مهاجرینو ته د نمرو د وېش کمېټې غونډه وکړه او په ځینو موضوعاتو یې خبرې وکړې.
په غونډه کې د کرنېو مالدارۍ او اوبو لګولو محترم وزارت، د مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو چارو محترم وزارت، د کلیو بیارغونې او پراختیا محترم وزارت، د ښاروالیو چارو د انسجام محترم ریاست، د اوبو رسولو محترم دولتي شرکت، د چاپېریال ساتنې محترم ریاست او د استخباراتو محترم ریاست استازو برخه اخیستې وه.
د مهاجرینو ښارګوټو په اړه د امیر المؤمنین حفظه الله (۷۳۷/۳۱۲۲) ګڼه حکم، د هغه شمېر مهاجرینو کورنیو لیست چې د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدو محترم کمېسیون له دارالانشاء راغلی او مهاجرینو ته د نمرو د وېش ولایتي کمېتو لګښتونه، په ځینو ولایتونو کې د ځمکو نشتون یا کمښت او داسې نور موارد هغه موضوعات وو، چې په دغه غونډه کې پرې بشپړې خبرې وشوې.
په دغه برخو کې د شته ستونزو د حل په موخه تصمیم ونیول شو، چې د کمېسیون مشرتابه سره به یې شریکې کړي او د حل برخه کې به یې اقدام وکړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت تر دې دمه شاوخوا اته څلوېښت (۴۸) ښارګوټي ترتیب کړي، چې پر بې وزله مهاجرو کورنیو ووېشل شي.