لغمان ولایت کې د ځینو ښاري نقشو اصلاحات ترسره شول
![picture](/sites/default/files/2024-06/whatsapp_image_2024-06-23_at_10.32.07_am.jpeg)
۱۴۴۵/۱۲/۰۸
لغمان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي حسین احمد تېلوي وایي، له خپل کاري او مسلکي ټیم سره په ګډه یې د ځینو ښاري نقشو د اصلاح لپاره اقدامات ترسره کړل.
ښاغلی مولوي حسین احمد تېلوي وایي، د دغه ریاست د سکرتریت له لوري د یو شمېر هغه ساختماني نقشو د ویزې اړوند معلومات وړاندې شول، چې عملآ تر کار لاندې دي او د ویزې محترم کمسیون تر څېړنې لاندې او په خبره یې د اصلاح په موخه یې اړوند اشخاصو ته د بیاځلي ترتیب هدایت وشو.
نوموړی وایي، په یادو نقشو کې به د چک لیست مطابق شته نیمګړتیاوې ختمې او رسماً به یې د وروستي تصمیم نیولو په موخه د ویزې محترم کمسیون ته وسپاري.
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري نقشو د اصلاح او عملي کېدا په موخه هر اړخیزې هڅې پیل کړي دي.