اطلاعيه! دتهيه مسكن دويم بلاك محترمو مشتركينو!
دتهيه مسكن بلاک ټولو درنو او محترمو مشتركينوته خبر وركول كېږي، چې د خپلو آپارتمانونود پاتې قسطونود تحويلي بهير د شرايطو سره سم چټك او منظم كولو په موخه، اړ دي چې ژر تر ژره د ياد وزارت د صندوق وجهي مسكن آمريت ته مراجعه وكري، خپلې تعرفې ترلاسه او ټاكل شوې مالي وجوهات د اړوند بانك له لارې تحويل كري.
ياده دې وي، چې د قسطونو پر وخت تحويلي نه يوازې د قرارداد اصولو رعايت، بلكې د ښاري خدمتونو د دوام تضمين هم ګڼل كېږي. بناءً، هغه مشتركين چې قسطونه پر خپل وخت تحويل نه كړي، له هغوى سره به د نافذو قوانينو او مقرراتو له مخې جدي او قانوني چلند وشي
د همكارۍ او قانون مندې تعامل غوښتنه مو ده. والسلام
آمريت صندق وجهي مسكن
