پروان کې د دولتي ځکو د سروې او ثبت شمېر له ۱۴۰ زرو جریبو واوښت

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۴ - ۱۰:۳۱
پروان

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکې د بانک برنامې له پیل راهیسې تر اوسه په پروان ولایت کې ۱۴۰۴۶۲ جریبه دولتي ځمکه او د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه سروې او ثبت کړې دي.

له دې شمېر څخه ۷۸۳۹۹ جریبه ځمکه او دولتي املاک په کوه صافي ولسوالۍ کې، ۴۱۰۷۳ جریبه ځمکه او دولتي املاک په بګرام ولسوالۍ کې، ۶۴۷۱ جریبه ځمکه او دولتي املاک په شینواري ولسوالۍ کې، ۶۴۸۵ جریبه ځمکه او دولتي املاک په جبل السراج ولسوالۍ کې او ۸۰۳۴ جریبه ځمکه او دولتي املاک د دې ولایت په مرکز چاریکارو ښار کې دي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۴ میلیونه و ۷۴۸ زره و ۱۳۴ جریبه ځمکه او دولتي املاک په ۵۵۱۰ قطعو کې سروې، نقشه او ثبت کړې ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۳۹
Background image

د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې د شنو ساحو د وضعیت څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د کابل ښار د دولسمې ناحیې اړوند له لومړۍ تر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۴:۳۲
Background image

په ننګرهار کې د جهادي مدرسې د ساحې توپوګرافي سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌ اېس ریاست تخنیکي ټیم د ننګرهار ولایت د مرکز اړوند د جهادي مدرسې د ساحې توپوګرافي سروې بشپړه کړې ده.

یاده ساحه ۱۲۳.۱۸ جریبه ځمکه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۴:۲۳
Background image

د نوي کابل ښار په لومړي فاز کې د ام ـ اې (۰۴) سړک د جوړولو چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د نوي کابل ښار د پراختیا عمومي ریاست تر مدیریت او تخنیکي څارنې لاندې، د نوي کابل ښار په لومړي فاز کې د ام ـ اې (۰۴) سړک د جوړولو چارې په چټکۍ. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت