په بلخ کې ۲۰۰ جریبه ځمکه استرداد شوه

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۹ - ۱۰:۴۷
بلخ

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د دولتي غصب شویو ځمکو د استرداد په لړ کې تازه په بلخ ولایت کې ۲۰۰ جریبه دولتي ځمکه استرداد کړه.

یاده ځمکه د بلخ ولایت په کلدار ولسوالۍ کې له څو کلنو را پدیخوا د سیمه اییزو زور واکو په اختیار کې وه او اوس مهال د ښارجوړلو او ځمکو وزارت له لوري له هغه د مناسبې استفادې لپاره زمینه مساعد شوې ده.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه ۵۰۰ زره جریبه غصب شوې دولتي ځمکه استرداد کړې چې له دې اندازې یواځې ۱۵۷۴۴ جریبه دولتي ځمکه د بلخ ولایت په مربوطاتو کې استرداد شوې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۰:۲۰
Background image

په زابل ولایت کې د یو مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۸/۲/۲۲

د زابل ولایت د حج او اوقافو ریاست د وړاندیز او د زابل ولایت مقام د حکم پر بنسټ، د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د دای چوپان ولسوالۍ د سنان کلي د جامع جومات. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۸:۵۲
Background image

د جوزجان ولایت د مخابراتو ریاست اړوند د پمپ‌خانې د ښوونځي د ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۲۲

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د پروژو د تطبیق او نظارت تخنیکي ټیم د مخابراتو ریاست اړوند د پمپ‌خانې د ښوونځي د ودانیزې پروژې له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۵۴
Background image

د عصري ټکنالوژۍ په پلي کېدو سره د خلکو د خدمتونو وړاندې کولو بهیر لا چټکېږي

۲۱/۲/۱۴۴۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست له لوري، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د سیسټم‌سازۍ د ښوونیزې څانګې په همکارۍ، د اداري مکتوبونو او اسنادو د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت