پنجشېر ولايت کې د يو ښوونځي ودانۍ ورغول شوه
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د پنجشېر د حصهاول په متای قريه کې د ۸ صنفي ښوونځي د هاشميه مدرسې ودانۍ تر رغولو وروسته ګټې اخېستنې ته وسپارله.
دا ښوونځی په ۴۳۴ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړيز ډول د پوهنې وزارت له انکشافي بوديجې څخه په ۲۳ ميلیونه ۲۰۰ زره افغانۍ ورغول شو.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت هڅه کوي چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ښوونځيو لپاره د ودانيو په جوړولو سره ښوونيز بهير ته لار پراختيا ورکړي او زدهکوونکو ته مناسب ښوونيز چاپيريال برابر کړي.