د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر د دایکندي له والي سره ولیدل

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۸/۹/۹ - ۱۱:۰
دایکندي

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر محترم محمد جواد پیکار د دایکندي له والي محترم سید انور رحمتي سره په خپل کار ځای کې ولیدل او د یاد ولایت پراختیايي لرلید او د یو شمېر پراختیايي او اقتصادي برنامو تطبیق په اړه خبرې وکړې.

په لومړي سر کې د دایکندي والي محترم سید انور رحمتي دغه ولایت کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له خوا د پروژو تطبیق او په ځانګړي ډول د تصفیې پلاوي له استولو څخه مننه وکړه او په انکشاف او د ځمکوالۍ او ښاري چارو تنظیم په تړاو یې د دغه وزارت له اساسي ونډې څخه یادونه وکړه.

د دایکندي والي همدارنګه د نیلي ښار او شهرستان ولسوالۍ پر تفصیلي پلانونو د بیا کتنې، د شهیدانو ښارګوټي او د اداري کمپلکس لپاره د تفصیلي پلانونو جوړولو، د ملکیت سندونو وېش چټکتیا او د مالي او بشري سرچینو د زیاتولو په اړه خپل وړاندیزونه وکړل.

ورپسې د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر محترم محمد جواد پیکار په دایکندي کې د پراختیايی او اقتصادي پروژو تطبیق په برخه کې د دغه ولایت د والي له ونډې څخه په مننې زیاته کړه چې دایکندي د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په لومړیتوبونو کې دی او تل یې هڅه کړې چې د ځمکوالۍ چارو تنظیم او ښاري پراختیا په برخو کې یې کوټلي ګامونه پورته کړي دي.

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر په ورته وخت کې د نیلي ښار او شهرستان ولسوالۍ تفصیلي پلانونو تعدیل په تړاو اړوندو برخو ته یې دنده ورکړه چې پر هغو د بیا کتنې ترڅنګ د شهرستان ولسوالۍ سټراټیژیک پلان چمتو کولو لپاره دې هغه ولایت ته یو پلاوی ور ولېږي.

محترم محمد جواد پیکار د ښاري پروګرام جوړونې عمومي ریاست ته لارښوونه وکړه چې ولایت سره په همغږي د شهیدانو ښارګوټي لپاره دې تفصیلي پلان جوړ کړي او د دایکندي له والي څخه یې هم وغوښتل چې خصوصي سکټور سره په ګډه د ښارګوټو جوړولو لپاره دې زمینه برابره کړي.

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر د دایکندي ښار جوړولو او ځمکو ریاست ته دنده وسپارله چې د غیررسمي ښاري سیمو ثبت پروګرام تر چتر لاندې د ملکیت سندونو وېش لړۍ چټکه کړي. دې سره په خوا کې اړوندو برخو ته سپارښتنه وشوه چې د دایکندي ولایت اداري کمپلکس او د مالي او بشري سرچینو زیاتولو په برخو کې په ۱۳۹۹ کال کې خپل فعالیتونه ګړندۍ کړي.

د کتنې په پای کې دواړو خواوو یو وار بیا د پروژو تطبیق چارو چټکتیا، د همغږۍ کچې لوړولو او د ولس پر ژوند د ګټورو او بنسټیزو فعالیتونو پر ډېرېدو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۵:۵
Background image

د خوست ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې نوي کلینیکونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۴۴۷/۱۰/۱۳

د خوست ولایت د اسمعیل ‌خېلو او مندوزیو ولسوالۍ د ورزې مدین کلي کلینیک، د تڼیو ولسوالۍ د باز ملا کلي کلینیک، د صبریو ولسوالۍ د اباخانې کلي کلینیک او د ځاځي میدان ولسوالۍ د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۰:۳۵
Background image

د نیمروز ولایت په شپږمه او اوومه ناحیو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۳

د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني او زېربنایي پروژو د تطبیق د څار ټیم له لوري، د یاد ولایت په شپږمه او اوومه ناحیو کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۹:۹
Background image

د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

1447/10/13

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست اړوند تخنیکي ټیمونو له لوري، د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند په بېلابېلو ساحو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

دغ. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت