کابل کې ۲۰ جريبه دولتي ځمکه استرداد شوه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۸/۹/۶ - ۹:۶
کابل

 ښار جوړولو او ځمکو وزارت له غاصبينو څخه د ځمکو د خلاصون په لړ کې دا ځل د کابل ولايت په قره‌باغ ولسوالۍ کې ۲۰ جريبه دولتي ځمکه استرداد کړه.

دا ټوټه ځمکه د قره‌باغ ولسوالۍ په خروټي قريه کې د غاصبينو تر شخصي استفادې لاندې وه او اوس د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په زيار ترې د معقولې او موثرې استفادې لپاره زمينه برابره شوه.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په ټول هېواد کې تر اوسه ۵۰۰ زره جريبه ځمکه استرداد کړې چې له دې ډلې څخه يوازې په کابل کې ۱۰ زره جريبه ځمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه شوې ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۰:۴۵
Background image

په کور او ښار جوړولو وزارت کې یو شمېر نوي مسؤلین پر دندو وګمارل شول

۱۴۴۸/۳/۳

د چارو د لا ښه تنظیم، اداري اغېزمنتیا او خلکو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه، د کور او ښار جوړولو وزارت په یو شمېر مهمو ریاستونو کې نوي مسؤلین پر دندو وګمارل شول.

د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۴:۵۱
Background image

په هلمند کې د امام محمد رحمه‌الله دیني جامعې اړوند د کانکریټي سړک او موټر تم‌ځای د جوړولو تخنیکي سروې ترسره شوه

۱۴۴۸/۳/۲

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د امام محمد رحمه‌الله دیني جامعې اړوند د کانکریټي سړک او موټر تم‌ځای د جوړولو په موخه د یادې ساحې تخنیکي سروې ترسره کړه.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د لابراتوار ودانۍ د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست، د کابل–بګرام سړک او د لابراتوار د نوې ودانۍ د روانو ساختماني چارو له. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت