په وروستي یو کال کې څه باندې څلور نیم مېلیونه جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۸/۸/۲۵ - ۱۱:۳۲
ثبت زمین دولتی

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو بانک برنامې له لارې په وروستي یو کال په ۲۸ ولایتونو کې څلور مېلیونه اووه سوه زره جریبه دولتي ځمکه سروې او په سیسټم کې ثبت کړې ده.

له دې ارقامو څخه ۳۷۰ زره جریبه په ننګرهار، ۲۳۸ زره جریبه په نیمروز، ۲۳۵ زره جریبه په کابل، ۲۳۰ زره جریبه په بلخ، ۲۱۷ زره جریبه په پکتیا، ۲۰۰ زره جریبه په کندز، ۱۹۸ زره جریبه په کندهار، ۱۹۴ زره جریبه په هرات او پاتې نوره ځمکه په شلو ولایتونو کې سروې او ثبت شوې ده.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په دې توګه د دولتي ځمکو له بانک څخه د ګټنې په لړ کې تر اوسه د ځمکو اړمنو دولتي ادارو ته په ۲۰ ولایتونو کې ۱۸۹۵۳ جریبه ځمکه انتقال کړې ده. همدا رنګه په کابل، هرات، ننګرهار او لوګر کې پر راستنېدونکیو، کورنیو بې ځایه شویو، د امنیتي او دفاعي ځواکونو شهیدو منسوبینو کورنیو، د یادو ځواکونو برحاله منسوبینو او ښوونکیو باندې ۲۰ زره استوګنیزې نمرې وېشلې ده.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ژمن دی چې د دولتي ځمکو بانک له لارې ټولې ځمکې او د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه ثبت او له هغو د سمې استفادې لپاره د زمینې برابرولو ترڅنګ د غصب مخه هم ونیسي.

د دولتي ځمکو بانک برنامې عملي چارې په ۲۸ ولایتونو کې د افغانستان د ځمکوالۍ چارو تنظیم قانون د یوولسمې او دولسمې مادو او د جمهوري ریاست عالي مقام د (۶۶) حکم په رڼا کې روانې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۳۹
Background image

لغمان ولایت کې د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۷/۷/۷

په لغمان ولایت کې هغو اړمنو کورنیو ته چې له کلونو مهاجرت وروسته بېرته خپل ټاټوبي ته راستنې شوي او بې کوره دي، د هیلو دروازې پرانیستل شوې.

د اسکان دایمي کمېټې په مشرۍ د کور او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۴
Background image

د ژړۍ ولسوالۍ د راستنېدونکو کډوالو لپاره د ځمکو وېش پروسه په بریالیتوب سره ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۷/۰۷

د کندهار ولایت د ژړۍ ولسوالۍ د مهاجرینو په ښارګوټي کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د ځمکو د وېش پروسه د ولايتي هیئت لخوا په بریالیتوب سره ترسره شوه. په دې پروسه کې د کور او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۰:۵۱
Background image

په هرات کې د غرب زون کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

۱۴۴۷/۰۷/۰۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ظرفیت لوړونې امریت له لوري، د غرب زون د ولایتونو (هرات، نیمروز، فراه، بادغیس او غور) د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې پنځه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت