د هېواد په درېیو ولایتونو کې د ۱۲ زره جریبه ځمکې په مساحت د صنعتي پارکونو تفصیلي پلانونه ترتیب او لاسلیک شول

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۹:۵۴
درې ولایتونه

۱۴۴۸/۶/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د کندز، هرات او میدان وردګ ولایتونو د درېیو صنعتي پارکونو هغه تفصیلي پلانونه لاسلیک کړل، چې د وزارت د مسلکي انجنیرانو له لوري د تخنیکي او مسلکي معیارونو په پام کې نیولو سره ترتیب شوي وو.

په دغو پلانونو کې د کندز ولایت د عبدالرحمن بن سمره صنعتي پارک د ۱۰ زره جریبه ځمکې په مساحت او ۲۴۳ صنعتي نمرو، د هرات ولایت د مولانا جامي صنعتي پارک د ۱۰۰۰ جریبه ځمکې په مساحت او ۴۸۶ صنعتي نمرو، او د میدان وردګ ولایت د کوتل تخت په سیمه کې د محمد بن قاسم صنعتي پارک د ۱۰۰۰ جریبه ځمکې په مساحت او ۲۷۷ صنعتي نمرو طرحه شوی دی.

د یادو درېیو صنعتي پارکونو ټولیزه ساحه ۱۲ زره جریبه ځمکه او د صنعتي نمرو شمېر یې ۱۰۰۶ ته رسېږي. د دغو پلانونو د ترتیب موخه د صنعتي فعالیتونو لپاره د منظمې او معیاري ساحې رامنځته کول، د ځمکې اغېزمن مدیریت او د هېواد د صنعتي پراختیا لپاره د مناسبو شرایطو برابرول دي.

یاد تفصیلي پلانونه د اړوندو ادارو ته د تطبیق په موخه سپارل شوي، څو د پلي کېدو له لارې یې د صنعتي فعالیتونو د پراختیا او پانګونې لپاره زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۱۱:۹
Background image

د کابل ښار د لوېدیځې برخې د پراختیا تفصیلي پلان د کور او ښار جوړولو وزارت د وزیر له لوري تایید او لاسلیک شو

۱۴۴۸/۶/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د کابل ښاروالۍ له لوري د کابل ښار د لوېدیځې برخې د پراختیا ترتیب شوی تفصیلي پلان تر تخنیکي ارزونې وروسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۹:۵۴
Background image

د هېواد په درېیو ولایتونو کې د ۱۲ زره جریبه ځمکې په مساحت د صنعتي پارکونو تفصیلي پلانونه ترتیب او لاسلیک شول

۱۴۴۸/۶/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د کندز، هرات او میدان وردګ ولایتونو د درېیو صنعتي پارکونو هغه تفصیلي پلانونه لاسلیک کړل، چې د وزارت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۵:۱۸
Background image

د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ د تفصیلي پلان د پلي کېدو په موخه د ځمکې د خط ‌اچونې چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۶/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې اوجي ‌ای ‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ د تفصیلي پلان د پلي کېدو په موخه د ځمکې د خط ‌اچونې چارې پیل کړې.

د یادو چارو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ کال ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت