د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې د احمدشاه بابا مېنې د دولسم ګذر شنې ساحې وڅارل شوې
۱۴۴۸/۵/۲۷
د کنټرول، کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د خپل کاري پلان له مخې، د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې د احمدشاه بابا مېنې د دولسم ګذر له شنو ساحو څخه څارنه ترسره کړه.
د څارنې پر مهال د داوودخان څلورلارې څخه د بتخاک څلورلارې پر لور د دولسم ګذر شنې ساحې او همداراز د اوومې او اتمې فرعي کوڅو ترمنځ شنې ساحې وکتل شوې.
د یادې څارنې موخه د شنو ساحو ساتنه، د ښاري قوانینو او مقرراتو د تطبیق ډاډ ترلاسه کول او د ښاري سرغړونو او بې نظمۍ مخنیوی دی.
د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست به د خپل کاري پلان له مخې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د شنو ساحو او ښاري نظم د ساتنې په موخه خپلو څارنو ته دوام ورکړي.
