د پلعلم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو چارې تخنیکي وڅارل شوې
۱۴۴۸/۵/۳
د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینري ټیم له لوري د پلعلم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو د چارو د ارزونې په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو.
د یاد سړک د جوړولو لومړنۍ تخنیکي چارې شاوخوا ۵۰ سلنه بشپړې شوې دي.
دغه سړک درې کیلومتره اوږدوالی او ۴۰ متره سور لري، چې په طرحه کې یې د ګلدانونو، د سړک دغاړې ویالو او پلې لارو جوړول هم شامل دي.
د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري د پروژې نظارت د دې لپاره ترسره کېږي چې د سړک د جوړولو چارې له تخنیکي معیارونو او منظور شوې طرحې سره سمې وارزول شي.
