په ننګرهار کې د پخوانیو ساختماني مواردو تعقیبي څارنه ترسره شوه
۱۴۴۸/۵/۲
د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي مدیریت تخنیکي ټیم، د جلالاباد ښار د درېیمې ناحیې اړوند د میوې منډوي په ساحه او بي بي زینب لېسې ته څېرمه د دوو پخوانیو ساختماني مواردو څخه تعقیبي ساحوي څارنه ترسره کړه.
د میوې منډوي په ساحه کې د یوه ساختماني مورد په اړه، چې د جلالاباد ښاروالۍ له لوري د ساختماني کار اجازه نه لري، مخکې د تخنیکي ټیم له لوري د کار د درولو اقدام شوی و. د بیاکتنې پر مهال څرګنده شوه چې یاد ساختماني فعالیت لا هم په بشپړه توګه درول شوی دی.
همدارنګه، بيبي زینب لېسې ته څېرمه د یوه بل ساختماني مورد څخه هم تعقیبي څارنه ترسره شوه. په دې پروژه کې مخکې د منظور شوې نقشې له ټاکل شوو منزلونو څخه د زیاتې جوړونې له امله د تخنیکي ټیم له لوري د کار د درولو اقدام شوی و، چې د څارنې پر مهال یې ساختماني فعالیت هم لا هم متوقف و.
د څارنې په پایله کې تثبیت شوه چې د دواړو پخوانیو ساختماني مواردو په اړه د تخنیکي ټیم له لوري ترسره شوي اقدامات پر ځای پاتې دي او تر اوسه د یادو پروژو د ساختماني چارو د دوام اجازه نه ده ورکړل شوې.
