د لغمان په شمه کټ سیمه کې د کډوالو لپاره د معیاري ښارګوټي تفصیلي پلان لاسلیک شو

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵۲
لغمان

۱۴۴۸/۵/۰۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ په شمه کټ سیمه کې د کډوالو ښارګوټي تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

دغه تفصیلي پلان د کډوالو او بې ‌ځایه شویو هېوادوالو لپاره د مناسب او معیاري استوګنځي برابرولو په موخه د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري پر ۱۷۱۳.۴۰ جریبه ځمکه چمتو شوی دی.

د یاد پلان په ترتیب کې د ښار جوړونې اصول، معیارونه او ضوابط په پام کې نیول شوي او د سیمې د پراختیا او د اوسېدونکو د اړتیاوو له مخې بېلابېلې کارونې پکې مشخصې شوې دي.

د پلان له مخې، په دغه ښارګوټي کې د ترانسپورتي خدمتونو، شنو ساحو، ښوونیزو او روغتیايي مرکزونو، سوداګریزو او مذهبي ځایونو، فرهنګي مرکزونو، عامه فضاوو، بنسټیزو تأسیساتو او نورو اړینو خدماتي برخو لپاره ساحې په پام کې نیول شوې دي، څو د اوسېدونکو د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ د یوه منظم او مناسب ښاري چاپېریال د رامنځته کېدو زمینه برابره شي.

د یاد پلان ترتیب د کډوالو او بې ‌ځایه شویو هېوادوالو د ستونزو د حل او هغوی ته د خوندي او دوامدار سرپناه د برابرولو په برخه کې د وزارت د هڅو یوه برخه ده.

د پلان له منظورۍ وروسته به د اړوندو ادارو له لارې د تطبیق بهیر پیل شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅه کوي، چې د معیاري ښاري پلانونو د چمتو کولو او تطبیق له لارې د کډوالو او نورو اړمنو هېوادوالو لپاره د استوګنې مناسب شرایط برابر، د ژوند کیفیت ښه او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د متوازن ښاري پرمختګ زمینه مساعده کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵۲
Background image

د لغمان په شمه کټ سیمه کې د کډوالو لپاره د معیاري ښارګوټي تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۰۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ په شمه کټ سیمه کې د کډوالو ښارګوټي تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

دغه تفصیلي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۳:۵۸
Background image

د غزني ولایت د کډوالو ښارګوټي د دویم فاز تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د غزني ولایت د کډوالو ښارګوټي د دویم فاز تفصیلي پلان لاسلیک کړ، دغه پلان د غزني ښار په شمال کې پر ۳۹۸۰.۷۵. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۵۴
Background image

د میدان وردګ ولایت د ترانسپورټي ترمینل تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د میدان وردګ ولایت د ترانسپورټي ترمینل تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

دغه ترمینل پر ۳۸ جریبه ځمکه طرحه شوی او د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت