د نوي کابل ښار په لومړي فاز کې د ام ـ اې (۰۴) سړک د جوړولو چارې روانې دي

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۴:۲۳
کابل جدید

۱۴۴۸/۴/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د نوي کابل ښار د پراختیا عمومي ریاست تر مدیریت او تخنیکي څارنې لاندې، د نوي کابل ښار په لومړي فاز کې د ام ـ اې (۰۴) سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.

یاد سړک ۳۳ متره پلنوالی او له ۱.۵ کیلومترو څخه زیات اوږدوالی لري، چې د ښاري تګ ‌راتګ د اسانتیا او د ترانسپورتي ظرفیت د لوړولو په موخه د چټک بس ترانسپورتي سیستم لپاره هم لازمې اسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.

د پروژې په لړ کې د سړک د ځمکې د کیندنې او د ویالو د جوړولو چارې بشپړې شوې دي. اوس مهال د سړک د لاندې طبقې د ځمکې د ټینګولو او د ویالو د پیاوړتیا لپاره د ځانګړو کانکریټو اچولو چارې روانې دي.

د نوي کابل ښار د پراختیا عمومي ریاست تخنیکي معاونیت او اجرائیوي مسؤلین د پروژې د عملي چارو بهیر له نږدې څاري، څو د سړک د جوړولو ټول فعالیتونه د منظور شوي پلان او ټاکل شوو تخنیکي معیارونو سره سم ترسره شي.

د ام ـ اې (۰۴) سړک په بشپړېدو سره به د نوي کابل ښار د اوسنیو او راتلونکو پراختیايي سیمو لپاره د تګ‌راتګ او ترانسپورتي خدمتونو اسانتیاوې پراخې او د ښار د ترانسپورتي شبکې په پیاوړتیا کې به مهم رول ولري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۴۵
Background image

په لغمان کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د لغمان ولایت د مرکز مهترلام اړوند د کاپرګلۍ په سیمه کې د مهاجرینو ښارګوټي د څښاک پاکو اوبو رسولو د لمریزې شبکې له چارو څخه د دغه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱۶
Background image

په کابل ښار کې د شنو ساحو د وضعیت څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اړوند د اته ‌متره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۰:۵۳
Background image

په جوزجان کې د خانقا ولسوالۍ د تفصیلي پلان لپاره توپوګرافي سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د جوزجان ولایت د خانقا ولسوالۍ د تفصیلي ښاري پلان د ترتیب لپاره د یادې ولسوالۍ د ساحې توپوګرافي سروې پیل کړې ده.

. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت