په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
سره میاشت ښارګوټی

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو څخه ساحوي څارنه ترسره کړه.

د څارنې تخنیکي ټیمونو تر دې وړاندې هم څو ځله له یادې ساحې څخه لیدنه کړې او د پروژو مالکانو ته یې سپارښتنه کړې وه چې له ښاري اصولو او مقرراتو سره مخالفې ودانیزې چارې ودروي، څو په دې اړه د وزارت د مقام له لوري وروستۍ پرېکړه وشي.

د بیا ځلي څارنې پر مهال څرګنده شوه چې یو شمېر سرغړوونکو د هغې ساحې په محدوده کې، چې د سیلاب لپاره ځانګړې شوې او د شنې ساحې حریم هم پکې په پام کې نیول شوی، یو ځل بیا د استوګنیزو کورونو په جوړولو لاس پورې کړی دی.

تخنیکي ټیم په ساحه کې یادې ودانیزې چارې ودرولې، اړوندو کسانو ته یې لازمې سپارښتنې وکړې او د پروژو اړوند لازم اسناد یې ترې وغوښتل.

د دغې څارنې موخه د ښاري پلانونو خلاف فعالیتونو مخنیوی، د غیرمجازو ودانیزو چارو د پراختیا مخنیوی او په کابل ښار کې د ښاري اصولو او مقرراتو د پلي کېدو ډاډ ترلاسه کول دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵۲
Background image

د لغمان په شمه کټ سیمه کې د کډوالو لپاره د معیاري ښارګوټي تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۰۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ په شمه کټ سیمه کې د کډوالو ښارګوټي تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

دغه تفصیلي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۳:۵۸
Background image

د غزني ولایت د کډوالو ښارګوټي د دویم فاز تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د غزني ولایت د کډوالو ښارګوټي د دویم فاز تفصیلي پلان لاسلیک کړ، دغه پلان د غزني ښار په شمال کې پر ۳۹۸۰.۷۵. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۵۴
Background image

د میدان وردګ ولایت د ترانسپورټي ترمینل تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د میدان وردګ ولایت د ترانسپورټي ترمینل تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

دغه ترمینل پر ۳۸ جریبه ځمکه طرحه شوی او د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت