د کابل ښار د امیر دوست‌محمدخان تاریخي ښوونځي د بیارغونې له بهیر څخه تخنیکي څارنه وشوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۰:۶
کابل

۱۴۴۸/۳/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د زړو ښارونو د ساتنې ریاست تخنیکي څارنې ټیم په کابل ښار کې د امیر دوست‌محمدخان د تاریخي ښوونځي د ودانۍ د بیارغونې له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د دې څارنې موخه د تاریخي ودانۍ د بیارغونې د بهیر ارزونه، د تاریخي اثارو د ساتنې د اصولو د رعایت ډاډ ترلاسه کول او د یادې ودانۍ د تاریخي اصالت، فرهنګي هویت او ارزښت ساتل بلل شوي دي.

د څارنې پر مهال د ودانۍ د تاریخي ارزښت او اهمیت، د تاریخي ودانیو د ساتنې او معیاري بیارغونې د اصولو، د بیارغونې د مناسبو لارو چارو او د تخنیکي معیارونو د رعایت په اړه لازمې تخنیکي سپارښتنې او لارښوونې له  قراردادي شرکت سره شریکې شوې چې د یادې ودانۍ د بیارغونې مسؤلیت پر غاړه لري.

د کور او ښار جوړولو وزارت د زړو ښارونو د ساتنې ریاست د تاریخي ښارونو، تاریخي ودانیو او فرهنګي میراثونو ساتنه، معیاري بیارغونه او دوامداره تخنیکي څارنه د خپلو اساسي مسؤلیتونو له ډلې ګڼي او د هېواد د تاریخي او فرهنګي هویت د خوندي کولو په موخه د اړتیا پر مهال لازم اقدامات ترسره کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت