د هرات ولایت د زندهجان ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي د دویمې برخې تفصیلي پلان لاسلیک شو
۱۴۴۸/۲/۲۵
د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیبالله حیات حقاني له لوري د هرات ولایت د زندهجان ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي د دویمې برخې تفصیلي پلان لاسلیک شو.
د یاد پلان د معلوماتو له مخې، د ښارګوټي د دویمې برخې عمومي ساحه ۶۰۰۰ جریبه ده، چې له دې جملې څخه ۱۹۵۷ جریبه ځمکه د پخواني پلان تر پوښښ لاندې او ۴۷۴۳ جریبه ځمکه د نوې طرحې لپاره ځانګړې شوې ده.
په تفصیلي پلان کې د پخواني پلان له مخې ۱۰۷۹ استوګنیزې نومرې او د نوې طرحې له مخې ۷۴۲۸ استوګنیزې نومرې په پام کې نیول شوې، چې په ټولیز ډول د استوګنیزو نمرو شمېر ۸۵۱۷ ته رسېږي.
همدارنګه، د ښارګوټي د اړتیاوو له مخې د اداري، خدماتي، تجارتي او نورو اړینو برخو لپاره هم ځانګړې ساحې په تفصیلي پلان کې شاملې شوې دي، ترڅو د استوګنې ترڅنګ د اړینو ښاري خدمتونو د وړاندې کولو لپاره مناسب چاپېریال رامنځته شي.
د یاد تفصیلي پلان له ترتیب او تصویب سره به د زندهجان ولسوالۍ په دغه ښارګوټي کې د مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو لپاره د منظمې استوګنې، د ځمکې د معیاري تنظیم او د اړینو ښاري خدمتونو د پراختیا زمینه لا ښه برابره شي.
