د فاریاب ولایت د خواجه موسی ولسوالۍ د تفصیلي پلان سروې او توپوګرافي پیل شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۱۵
فاریاب

۱۴۴۸/۲/۱۲

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د خواجه موسی ولسوالۍ د تفصیلي پلان د سروې او توپوګرافۍ د ترسره کولو په موخه یادې ولسوالۍ ته سفر وکړ.

د سروې د عملي چارو له پیل وړاندې، تخنیکي ټیم د ولسوالۍ له ولسوال، ښاروال، قومي مشرانو او سپین ږیرو سره ګډه غونډه ترسره کړه. په غونډه کې د تفصیلي پلان د ارزښت، د سروې د موخو او د سیمه ‌ییزو همکاریو په اړه خبرې وشوې او د سیمې مسؤلینو د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

وروسته له غونډې، تخنیکي ټیم د خواجه موسی ولسوالۍ د تفصیلي پلان د توپوګرافي سروې او تخنیکي معلوماتو د راټولولو عملي چارې پیل کړې.

د یادونې وړ ده، چې د کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ښارونو او ولسوالیو د منظمې پراختیا، د ځمکو د اغېزمنې استفادې او د زیربنايي پروژو د معیاري پلي کېدو په موخه د تفصیلي پلانونو د چمتو کولو او سروې چارې په دوامداره توګه پر مخ وړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۱۴
Background image

د پل‌علم ښار د داخلي سړک د قیر اچونې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۳/۴

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د یاد سړک د قیر اچونې چارو څخه څارنه وکړه، د څارنې پر مهال د سړک د قیر اچونې چارې په عملي ډول روانې وې او د کار د کیفیت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۴:۹
Background image

د خواجه موسی ولسوالۍ د تفصیلي پلان لپاره د سروې پروسه بشپړه شوه

۱۴۴۸/۳/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم، د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له تخنیکي ټیم سره په همغږۍ، د خواجه موسی ولسوالۍ د تفصیلي پلان د ترتیب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۲:۴
Background image

د ننګرهار د چاپېریال ساتنې ریاست د اداري تعمیر له دانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۳/۴

د ننګرهار ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست په انګړ کې د اداري تعمیر د جوړولو ساختماني چارې د منظور شوې نقشې، تخنیکي اصولو او انجینري معیارونو مطابق په چټکۍ سره روانې دي.

د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت