د ننګرهار د چاپېریال ساتنې ریاست د اداري تعمیر له دانیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۸/۳/۴
د ننګرهار ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست په انګړ کې د اداري تعمیر د جوړولو ساختماني چارې د منظور شوې نقشې، تخنیکي اصولو او انجینري معیارونو مطابق په چټکۍ سره روانې دي.
د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس، وایي چې د یادې ودانۍ ساختماني چارې د تخنیکي اصولو او انجینري معیارونو په پام کې نیولو سره پر مخ وړل کېږي او د پروژې د کیفیت د ډاډ لپاره یې اړوند تخنیکي ټیم ته دنده سپارلې چې له ساختماني چارو څخه په دوامداره توګه تخنیکي نظارت او څارنه وکړي.
د نظارت او څارنې تخنیکي ټیم د پروژې له مسؤلینو څخه غوښتنه کړې، چې د ودانۍ ټولې ساختماني چارې د منظور شوې نقشې، تخنیکي مشخصاتو او انجینري معیارونو مطابق ترسره کړي او د کارونو د کیفیت او چټکتیا په برخه کې لازم تدابیر ونیسي.
د یادې پروژې د تهدابونو د کانکریټ اچونې چارې هم د کانکریټ د کیفیت د معلومولو لپاره د اړوندې تخنیکي ازموینې له ترسره کېدو وروسته، د ټاکل شوو تخنیکي معیارونو مطابق ترسره شوې.
د کور او ښار جوړولو وزارت هڅه کوي، چې د ساختماني پروژو د تطبیق پر مهال د انجینري معیارونو، تخنیکي اصولو او منظور شوو نقشو رعایت ته جدي پاملرنه وشي، ترڅو ودانیزې چارې په معیاري کیفیت او ټاکلي وخت بشپړې شي.
