میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل شوه
۱۴۴۸/۲/۸
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د توپ دښتې په ساحه کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل کړه.
د یاده سروې، د ښارګوټي د پلان د ترتیب لپاره د دقیقو تخنیکي او توپوګرافیکي معلوماتو راټولول دي.
د دې سروې، په بشپړېدو سره به د سیمې د معیاري ښاري پلان جوړونې، د ځمکې د اغېزمنې استفادې او د کډوالو لپاره د مناسب ښارګوټي د طرحې د چمتو کولو زمینه برابره شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جيایايس ریاست د خپل کاري پلان له مخې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د توپوګرافۍ سروې او تخنیکي ارزونې چارې په دوامداره توګه پر مخ وړي.
