په لښکرګاه ښار کې د یوه ګدام له ودانیزو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۲:۱۷
هلمند

۱۴۴۸/۱/۲۵

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم د ورځنیو څارنو په لړ کې، د لښکرګاه ښار د درېیمې ناحیې په مربوطاتو کې د یوه ګدام له ودانیزو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د تخنیکي ارزونې پر مهال څرګنده شوه، چې یاد ګدام د تفصیلي پلان له ټاکل شوې ځمکنۍ کارونې سره په ټکر کې جوړ شوی او په شنه ساحه کې موقعیت لري، چې د نافذه ښاري اصولو او مقرراتو له مخې ښاري سرغړونه بلل کېږي.

له همدې امله د پروژې ټولې ودانیزې چارې ودرول شوې، ساحه مهر او لاک شوه او د ګدام مالک ته لازمې لارښوونې وشوې، چې په شنو ساحو کې هر ډول ودانیز او پراختیایي فعالیتونه منع دي.

همدارنګه، له نوموړي څخه د ودانیزو چارو د نه دوام او د غیرقانوني جوړښت د لرې کولو په اړه رسمي تعهد هم واخیستل شو.

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري نظم د ټینګښت، د تفصیلي پلانونو د خوندي تطبیق او د غیرقانوني ودانیزو فعالیتونو د مخنیوي په موخه خپلو تخنیکي څارنو ته په دوامداره توګه ادامه ورکوي او د هر ډول ښاري سرغړونې پر وړاندې به د نافذه قوانینو او مقرراتو له مخې لازم قانوني اقدامات ترسره کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۳:۵۸
Background image

د غزني ولایت د کډوالو ښارګوټي د دویم فاز تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د غزني ولایت د کډوالو ښارګوټي د دویم فاز تفصیلي پلان لاسلیک کړ، دغه پلان د غزني ښار په شمال کې پر ۳۹۸۰.۷۵. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۵۴
Background image

د میدان وردګ ولایت د ترانسپورټي ترمینل تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د میدان وردګ ولایت د ترانسپورټي ترمینل تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

دغه ترمینل پر ۳۸ جریبه ځمکه طرحه شوی او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۳۵
Background image

په لښکرګاه ښار کې د ساختماني پروژو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي او پروژو د پلي کېدو د څارنې اړوند تخنیکي ټیم، د منظمې څارنې په لړ کې د لښکرګاه ښار د درېیمې ناحیې په بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت