د سرې میاشت ښارګوټي څخه د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۱:۴۹
سره میاشت ښارګوټی

۱۴۴۸/۱/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو مخینوي عمومي ریاست اړوند، د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار د پنځمې ناحیې د سرې میاشت ښارګوټي له بېلابېلو برخو څخه د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه ساحوي څارنه ترسره کړه.

یاده څارنه د هغو ودانیزو فعالیتونو د ارزونې په موخه ترسره شوه، چې تر دې وړاندې یې مالکینو ته د ښاري اصولو او نافذه مقرراتو خلاف د چارو د درولو سپارښتنه شوې وه.

 د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، یو شمېر سرغړوونکو بیا ځلې خپلې ودانیزې چارې پیل کړې وې، چې له همدې امله تخنیکي ټیمونه سیمې ته واستول شول.

د ساحوي ارزونې پر مهال څرګنده شوه، چې په ځینو ځایونو کې له تصویب شویو ښاري پلانونو سره په ټکر کې ودانیز فعالیتونه روان دي. له همدې امله یادې چارې ودرول شوې او له سرغړوونکو سره د نافذه اصولو او مقرراتو له مخې لازم قانوني اقدامات ترسره شول.

د دغو څارنو موخه د تصویب شویو ښاري پلانونو د تطبیق ډاډمنول، د غیرقانوني ودانیزو فعالیتونو مخنیوی او په کابل ښار کې د ښاري نظم او قانون حاکمیت پیاوړتیا ده.

د ښاري سرغړونو د مخنیوي، د تصویب شویو ښاري پلانونو د خوندي تطبیق او د ښاري نظم د ټینګښت په موخه به د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د تخنیکي څارنو لړۍ دوام ولري او د نافذه قوانینو له مخې به له هر ډول سرغړونو سره قانوني چلند ترسره کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۴
Background image

د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۲

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

د یاد ښارګوټي په پخواني. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

په قلعه نجارا کې د ساختماني چارو د قانوني وضعیت ارزونه ترسره شوه

۱۴۴۸/۵/۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اړوند د قلعه نجارا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۱:۲۳
Background image

دمیدان وردګ په چک ولسوالۍ کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۵/۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای اېس ریاست تخنیکي ټیمونو د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ په دشت توپ سیمه کې د کډوالو ښارګوټي د جوړولو په موخه د ۱۳۰۰ جریبه ځمکې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت