د کابل ولایت د اداري کمپلکس د جوړولو پر څرنګوالي خبرې وشوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲
اداري کمپلکس

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د یاد وزارت د اړوندو مسؤلینو او انجنیرانو په ګډون غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د کابل نوي ښار د ده‌سبز ولسوالۍ په ساحه کې د کابل ولایت د اداري کمپلکس د جوړولو پر څرنګوالي بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

یاده غونډه د چارو ادارې د غوښتنې پر بنسټ جوړه شوې وه، چې له مخې یې له کور او ښار جوړولو وزارت څخه غوښتل شوي وو څو د کابل ولایت د اداري کمپلکس د جوړولو اټکلي لګښت وارزوي، په غونډه کې اړوند تخنیکي معلومات وړاندې شول او ګډونوالو د پروژې د عملي کېدو په اړه خپل نظریات شریک کړل.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال اړوندو مسؤلینو او انجنیرانو ته لارښوونه وکړه چې د پروژې اړوند تخنیکي او اجرایي چارې په چټکۍ سره ترسره او له چارو ادارې سره لازمې همغږۍ رامنځته کړي.

د غونډې په پای کې د چارو د لا ښه همغږۍ او چټکتیا په موخه مسؤل اشخاص وټاکل شول، ترڅو د چارو ادارې سره په همغږۍ د پروژې اړوند چارې پرمخ یوسي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت