د بلخ ولایت د حیرتان د دو‌راهي صنعتي پارک د توپوګرافي نقشې ارزونه وشوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۰:۳۲
بلخ ولایت حیرتان

۰۸/۰۱/۱۴۴۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په خپل کاري دفتر کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعتي چارو له محترم مرستیال مولوي احمدالله زاهد، مل پلاوي او د تاج لند خصوصي ساختماني شرکت له رئیس انجنیر حبیب الله صمدي سره وکتل او د بلخ ولایت د حیرتان د دو ‌راهي صنعتي پارک د توپوګرافي نقشې او تفصیلي پلان په اړه یې خبرې وکړې.

په دې غونډه کې د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري پلان جوړونې یو شمېر انجنیرانو او متخصصینو هم ګډون کړی و، ګډونوالو د حیرتان د دو‌راهي صنعتي پارک د توپوګرافي نقشې او تفصیلي پلان په اړه بحث او تخنیکي ارزونه ترسره کړه.

 یاد اسناد د تاج لند خصوصي ساختماني شرکت له لوري چمتو شوي او د ارزونې او تأیید لپاره کور او ښار جوړولو وزارت ته سپارل شوي دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال وویل، د ښاري پلانونو ترتیب له توپوګرافیکې سروې نیولې تر نقشې او تفصیلي پلان پورې لوړې تخنیکي تجربې او دقت ته اړتیا لري.

 نوموړي ټینګار وکړ چې د حیرتان د دو‌راهي صنعتي پارک تفصیلي پلان باید د عصري او معیاري اصولو له مخې ترتیب شي او د ارزونې پر مهال ټولې نیمګړتیاوې په نښه او د اصلاح لپاره اړوندو لورو ته سپارښتنې کېږي.

په همدې حال کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعتي چارو محترم مرستیال وویل، د حیرتان د دو‌راهي صنعتي پارک د هېواد له مهمو صنعتي ښارګوټو څخه دی او اړینه ده چې د دې پارک توپوګرافیکه نقشه او تفصیلي پلان په پړاویز ډول د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري وارزول او تأیید شي.

د دواړو وزارتونو متخصصینو د توپوګرافیکې سروې د نقشې او تفصیلي پلان اړوند خپل تخنیکي نظرونه شریک کړل او هغه نیمګړتیاوې یې تشریح کړې چې د نقشې او پلان په ځینو برخو کې موجودې دي.

 د بحثونو پر مهال ټینګار وشو چې د سروې او توپوګرافیکې نقشې د ستونزو حل د تفصیلي پلان د نیمګړتیاوو د رفع کولو لپاره بنسټیز اهمیت لري.

د تاج لند خصوصي ساختماني شرکت رئیس ژمنه وکړه چې د کور او ښار جوړولو وزارت او د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همغږۍ به موجودې نیمګړتیاوې اصلاح کړي.

د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه چې په لومړي پړاو کې به د حیرتان د دو‌راهي صنعتي پارک د توپوګرافیکې نقشې ستونزې او نیمګړتیاوې د اړوندو ادارو په همکارۍ اصلاح شي او له هغې وروسته به د تفصیلي پلان د ارزونې او تأیید په اړه لازم تصمیم ونیول شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۳
Background image

د کور او ښار جوړولو وزیر د یوناما له مرستیال سره د کډوالو د دایمي مېشتېدنې او ښاري پراختیا په اړه وکتل

۱۴۴۸/۲/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) له مرستیال او د بشري مرستو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۴:۸
Background image

د استالف ولسوالۍ د ښاري انکشافي پلان له ساحې تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست، د کابل ولایت د استالف ولسوالۍ د ښاري پراختیایي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټیم، د کابل ښار په لسمه ناحیه کې د اریا ښارګوټي له وضعیت څارنه وکړه

۱۴۴۸/۲/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست تخنیکي ټیمونو، د وزارت د مشرتابه د لارښوونې او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت