په فراه ښار کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۲۵
فراه

۱۴۴۸/۱/۵

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري تخلفاتو د مخنیوي تخنیکي ټیم، د فراه ښار د باغ ‌پل سیمې او څلورمې ناحیې له بېلابېلو ساحو څخه ساحوي څارنه او ارزونه ترسره کړه.

یاده څارنه د دې لپاره ترسره شوه چې د تفصیلي پلانونو خلاف، د منظور شوې نقشې او قانوني جواز پرته د ودانیزو فعالیتونو مخه ونیول شي او د ښاري اصولو او مقرراتو د رعایت کچه و ارزول شي.

د څارنې پر مهال د ودانیزو پروژو وضعیت وکتل شو او د ودانیو مالکینو او جوړوونکو ته د تفصیلي پلانونو د تطبیق، تخنیکي معیارونو د رعایت او د اړینو قانوني اسنادو د ترلاسه کولو په اړه لازمې سپارښتنې او لارښوونې وشوې.

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست ټینګار کوي چې هر ډول ودانیز فعالیتونه باید د منظور شوو پلانونو، قانوني جوازونو او نافذه مقرراتو په چوکاټ کې ترسره شي، ځکه د ښاري اصولو او تفصیلي پلانونو خلاف جوړونې د ښاري تخلف په توګه ګڼل کېږي او له قانوني چلند سره به مخ شي.

دغه ډول څارنې د ښاري نظم د ټینګښت، د غیرمعیاري ودانیزو فعالیتونو د مخنیوي او د ښار د منظمې پراختیا په موخه په دوامداره توګه ترسره کېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۱۴
Background image

د پل‌علم ښار د داخلي سړک د قیر اچونې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۳/۴

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د یاد سړک د قیر اچونې چارو څخه څارنه وکړه، د څارنې پر مهال د سړک د قیر اچونې چارې په عملي ډول روانې وې او د کار د کیفیت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۴:۹
Background image

د خواجه موسی ولسوالۍ د تفصیلي پلان لپاره د سروې پروسه بشپړه شوه

۱۴۴۸/۳/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم، د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له تخنیکي ټیم سره په همغږۍ، د خواجه موسی ولسوالۍ د تفصیلي پلان د ترتیب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۲:۴
Background image

د ننګرهار د چاپېریال ساتنې ریاست د اداري تعمیر له دانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۳/۴

د ننګرهار ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست په انګړ کې د اداري تعمیر د جوړولو ساختماني چارې د منظور شوې نقشې، تخنیکي اصولو او انجینري معیارونو مطابق په چټکۍ سره روانې دي.

د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت