له ۴۸ زره څخه زیاتو راستنېدونکو کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۱:۰
مهاجرین

۱۴۴۸/۱/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې، د تیرې پنجشنبې په ورځ د هېواد په اوو ولایتونو کې ۵۵۴ راستنېدونکو مهاجرو کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشلې.

د راستنېدونکو هېوادوالو د دایمي مېشتېدنې او د مناسبې سرپناه د برابرولو په موخه، دا ځل په ننګرهار، فراه، هلمند، نیمروز، فاریاب، بلخ او زابل ولایتونو کې سلګونه کورنۍ د استوګنیزو ځمکو له نمرو برخمنې شوې.

په ننګرهار ولایت کې ۱۶۶، فراه ولایت کې ۱۲۵، زابل ولایت کې ۹۸، فاریاب ولایت کې ۶۲، بلخ ولایت کې ۶۰، نیمروز ولایت کې ۲۷ او هلمند ولایت کې ۱۶ راستنېدونکو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې ووېشل شوې.

د یادونې وړ ده چې یوازې د تیرې پنجشنبې ورځې په جریان کې ۵۵۴ کورنۍ د استوګنیزو ځمکو له نمرو برخمنې شوې، چې ورسره په ټول هېواد کې د وېشل شویو استوګنیزو نمرو شمېر ۴۸ زره او ۵۴۵ کورنیو ته رسېدلی دی.

د راستنېدونکو مهاجرو د دایمي مېشتېدنې، د سرپناه د برابرولو او د ژوند د بنسټیزو اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه د استوګنیزو ځمکو د وېش بهیر په منظم او چټک ډول دوام لري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۳:۵۱
Background image

د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې ترڅنګ او د رحمان مېنې تفریحي پارک څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنترول، کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو د منظمې څارنې په لړ کې، د کابل ښار د اتمې ناحیې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۰:۳۰
Background image

په ننګرهار کې د ۶۰۳ جریبه ځمکې توپوګرافي سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۵/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای ‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د ننګرهار ولایت د بهسود ولسوالۍ اړوند د بحرآباد سیمې د ۶۰۳ اعشاریه ۴۳۳ جریبه ځمکې توپوګرافي سروې بشپړه کړه.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۰:۱۶
Background image

په سره میاشت ښارګوټي کې د ښاري اصولو خلاف ساختماني فعالیتونه بیا ودرول شول

۱۴۴۸/۵/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنترول، کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټيمونود کابل ښار د پنځمې ناحیې اړوند د سره میاشت. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ کال ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت