د ارزګان ولایت په بېلابېلو ناحیو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه نظارت ترسره شو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۳
ارزګان

۱۴۴۷/۱۲/۲۲

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ټیم د ښار په بېلابېلو ناحیو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ښاري پلانونو د سم تطبیق په موخه نظارت ترسره کړ.

د یاد نظارت په ترڅ کې یو شمېر ساختماني فعالیتونه او ښاري ساحې وارزول شوې او هغو مواردو ته رسېدنه وشوه چې د ښاري اصولو او منظور شوو پلانونو خلاف پکې د فعالیت احتمال موجود و.

 همدارنګه اړوندو اشخاصو ته د نافذه مقرراتو او ښاري پلانونو د رعایت په اړه لازمې سپارښتنې وشوې.

د نظارت پر مهال ښاریانو ته د شنو، استوګنیزو، سوداګریزو او اداري ساحو د کارونې په اړه معلومات هم وړاندې شول او سپارښتنه ورته وشوه چې ټول ودانیز فعالیتونه د کور او ښار جوړولو وزارت د نافذه طرزالعملونو او منظور شوو پلانونو له مخې ترسره کړي.

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست ټینګار کوي چې د ښاري نظم د تأمین، د غیرقانوني ودانیزو فعالیتونو د مخنیوي او د ښاري پلانونو د سم تطبیق په موخه به د نظارت او عامه پوهاوي بهیر دوام ولري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۶
Background image

تازه؛ په اوو ولایتونو کې ۸۹۸ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۷/۱۲/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې له لوري، په اوو ولایتونو کې ۸۹۸ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې نمرې ووېشلې.

د ورکړل. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۳
Background image

د ارزګان ولایت په بېلابېلو ناحیو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۲/۲۲

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ټیم د ښار په بېلابېلو ناحیو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ښاري پلانونو د سم تطبیق په موخه نظارت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۵:۱
Background image

په پکتیا ولایت کې د ګردېز ښار د تفصیلي پلان په موخه توپوګرافي سروې ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز ښار د ښاري پلان جوړونې د ستونزو د حل او د تفصیلي پلان د چمتو کولو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت