لوګر کې د مهاجرینو د ښارګوټي لپاره د توپوګرافۍ سروې ترسره شوه
۱۴۴۷/۱۲/۰۸
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ایاېس ریاست تخنیکي ټیم، د لوګر ولایت مرکز اړوند د مهاجرینو د دوهم نمبر ښارګوټي د ساحې توپوګرافي سروې ترسره کړه.
یاده سروې د شاوخوا ۲۱۴۳.۵۲۵ جریبه ځمکې پر ساحه ترسره شوې، چې موخه یې راستنېدونکو مهاجرینو ته د معیاري استوګنیز ښارګوټي د جوړولو لپاره د تفصیلي پلان برابرول دي.
د مسؤلینو په وینا، د یادې سروې له بشپړېدو وروسته به د سیمې تخنیکي معلومات او ساحوي ارزونې د ښاري پلان جوړونې په موخه وکارول شي، څو د ښارګوټي د بنسټیزو اسانتیاوو او منظم ښاري جوړښت لپاره لازمې چارې ترسره شي.
