کابل ښار کې د لوړو ودانیو په لاندې پوړ کې د موټرو تم‌ ځایونو د ظرفیت ارزونې لپاره پلاوی وګومارل شو

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۴:۳۳
معین

۱۴۴۷/۱۲/۰۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو د محترم معین شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ په هغې غونډه کې چې د مالیې، ترانسپورټ، اقتصاد، کور او ښار جوړولو وزارتونو، کابل ښاروالۍ او د اداري چارو لوی ریاست د حکمونو او فرمانونو د څار استازو ګډون کړی و، د کابل ښار په لوړو ودانیو کې په لاندې پوړ کې د موټرو تم‌ ځایونو د ظرفیت ارزونې پر څرنګوالي بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

په غونډه کې د داسې مناسبې حللارې او ظرفیت ارزونې پر اړتیا ټینګار وشو، چې وکولای شي په کابل ښار کې د موټرو د تم‌ځایونو ستونزې راکمې کړي.

ګډونوالو وویل، اوسمهال په ځینو لوړو ودانیو کې د موټرو تم‌ځایونو نشتوالی د ګڼې ګوڼې او ترافیکي ستونزو لامل شوی، چې باید ورته جدي پاملرنه وشي او دا بهیر په دوامدار ډول د کابل ښار په ټولو سیمو کې عملي شي.

د غونډې د پرېکړې له مخې، ټاکل شوې یاد پلاوی له لوی اختر وروسته د کابل ښار د ناحیو له مسؤلینو سره په همغږۍ خپل کار پیل کړي او په لومړي پړاو کې به د لومړۍ، دوهمې، درېیمې، څلورمې او پنځمې ناحیې اړوند سیمې د لومړیتوب له مخې تر پوښښ لاندې ونیسي.

همداراز پلان شته چې په راتلونکو پړاوونو کې دا بهیر د کابل ښار ټولو ۲۲ ناحیو ته وغځول شي، څو د ښاري نظم او ترافیکي اسانتیاوو د ښه والي لپاره اغېزمن ګامونه واخیستل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۳
Background image

د کور او ښار جوړولو وزیر د یوناما له مرستیال سره د کډوالو د دایمي مېشتېدنې او ښاري پراختیا په اړه وکتل

۱۴۴۸/۲/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) له مرستیال او د بشري مرستو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۴:۸
Background image

د استالف ولسوالۍ د ښاري انکشافي پلان له ساحې تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست، د کابل ولایت د استالف ولسوالۍ د ښاري پراختیایي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټیم، د کابل ښار په لسمه ناحیه کې د اریا ښارګوټي له وضعیت څارنه وکړه

۱۴۴۸/۲/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست تخنیکي ټیمونو، د وزارت د مشرتابه د لارښوونې او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت