په میدان وردګ کې د مهاجرینو ښارګوټي د سړکونو د هوارولو چارې پیل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۴۶
میدان وردګ

۱۴۴۷/۱۱/۲۲

د میدان ښار اړوند د ده‌ پاک مهاجرینو ښارګوټي د سړکونو د هوارولو چارې د میدان وردګ ولایت مقام او د کور او ښار جوړونې ریاست، ښاروالۍ، ټولګټو ریاست، مهاجرینو او اړوندو امنیتي ادارو په همغږۍ په رسمي ډول پیل شوې.

یاده پروژه د مهاجرینو لپاره د اساسي زیربناوو د برابرولو او د ښاري اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه عملي کېږي، څو د ښارګوټي د راتلونکو پرمختیایي چارو لپاره مناسب شرایط برابر شي.

د معلوماتو له مخې، په ده ‌پاک مهاجرینو ښارګوټي کې ټولې ۱۲۲۸ استوګنیزو نمرو لپاره ځمکه ځانګړې شوې ده، چې د سړکونو د هوارولو له بشپړېدو وروسته به د خط اچونې او د استوګنیزو نمرو د وېش بهیر هم پیل شي.

د مهاجرینو ښارګوټو د بنسټیزو چارو پلي کېدل د راستنېدونکو کورنیو د دایمي مېشتېدو، د خدماتو د لاسرسي او د منظم ښاري چاپېریال د رامنځته کولو لپاره مهم ګام بلل کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت