د پنجشیر پوهنتون اړوند د ځمکې د سروې او جي ای ایس ځانګړتیاوو راټولولو چارې بشپړې شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۱:۲۶
پنجشیر

۱۴۴۷/۱۱/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د پنجشېر ولایت د پوهنتون اړوند د ځمکې څخه د سروې او جي ای ایس نقطو او ځانګړتیاوو د راټولولو چارې په بریالیتوب سره بشپړې شوې.

دغه چارې د وزارت د هدایت او د اړوندو ادارو په همغږۍ ترسره شوې، چې په ترڅ کې یې د ساحې دقیق جغرافیایي ځانګړتیاوې، ارتفاعي معلومات او نور تخنیکي جزئیات د عصري وسایلو په وسیله ثبت او تثبیت شول.

د سروې او جي ای ایس ځانګړتیاوو راټولول د دقیقو نقشو د جوړولو، د ځمکې د وضعیت د ارزونې، د معیاري ښاري او ساختماني پلانونو د ترتیب، او د راتلونکو زیربنایي پروژو د طرحې لپاره بنسټیز اهمیت لري.

 دا معلومات د دې زمینه برابروي، څو پروژې د تخنیکي معیارونو او واقعي شرایطو سره سم طرح او تطبیق شي.

د یادونې وړ ده، چې د سروې او جي ای ایس ریاست له لوري د دې ډول تخنیکي فعالیتونو دوام د معیاري پلان جوړولو ، د ځمکو د اغېزمن مدیریت او د منظم ښاري پراختیا لپاره مهم ګام بلل کېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵۲
Background image

د لغمان په شمه کټ سیمه کې د کډوالو لپاره د معیاري ښارګوټي تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۰۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ په شمه کټ سیمه کې د کډوالو ښارګوټي تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

دغه تفصیلي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۳:۵۸
Background image

د غزني ولایت د کډوالو ښارګوټي د دویم فاز تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د غزني ولایت د کډوالو ښارګوټي د دویم فاز تفصیلي پلان لاسلیک کړ، دغه پلان د غزني ښار په شمال کې پر ۳۹۸۰.۷۵. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۵۴
Background image

د میدان وردګ ولایت د ترانسپورټي ترمینل تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د میدان وردګ ولایت د ترانسپورټي ترمینل تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

دغه ترمینل پر ۳۸ جریبه ځمکه طرحه شوی او د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت