د وردګ پوهنتون د کرنې پوهنځۍ د ترمیماتي پروژې له چارو نظارت ترسره شو
۱۴۴۷/۹/۲۷
میدان وردګ ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست د تخنیکي ټیم له لوري، د وردګ پوهنتون د کرنې پوهنځۍ د ودانۍ د ترمیماتي پروژې له روانو چارو تخنیکي څارنه وکړه.
دغه څارنه د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست په همغږۍ ترسره شوه، چې موخه یې د کارونو د کیفیت ارزونه او د ټاکل شوو تخنیکي معیارونو رعایت یقیني کول وو.
د نظارت په مهال څرګنده شوه چې د ودانۍ په دوهم پوړ کې د پلستر چارې روانې دي او کارکوونکي په منظم ډول د یادې برخې رغنیز کارونه پر مخ وړي.
همدارنګه د پایو د کندنې او نصب چارې هم روانې وې، چې د پروژې په چوکاټ کې د کانکرېټ د ساتنې ورځنۍ چارې په دوامداره توګه ترسره کېږي.
سربېره پر دې، د ودانۍ زاړه او فرسوده پلسترونه ایستل کېږي، ترڅو د نوې پلستر لپاره مناسب چمتووالی رامنځته شي.
د رغنیزو کارونو په لړ کې د پخوانیو دروازو ایستل هم شامل دي، چې د پلان له مخې د دروازو اندازه بدلېږي او د دروازې پلنوالی تر یو متر پورې پراخېږي.
ټینګار پر دې دی چې د یادې پروژې ټولې چارې باید د تخنیکي معیارونو او ټاکلي مهالوېش مطابق ترسره شي، څو د پوهنځي ودانۍ په معیاري ډول ترمیم او د محصلینو او استادانو لپاره مناسب چاپېریال برابر شي.
