د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د جامع مسجد د ودانیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۰:۱۳
هلمند

۱۴۴۷/۰۹/۲۶

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د اطلاعاتو او کلتور ریاست په انګړ کې د جوړېدونکي جامع مسجد له روانو ودانیزو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د ساحوي څارنې پر مهال څرګنده شوه چې په یاده پروژه کې د مسجد د چت د کانکریټو د ساتنې په موخه د اوبو ورکولو چارې روانې دي او همدارنګه د قالبونو د لېرې کولو بهیر هم دوام لري.

د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د قراردادي شرکت له مسؤل انجنیر سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې د کانکریټو د معیاري ساتنې لپاره دې د اوبو ورکولو چارې په منظم ډول دوام ومومي او د قالبونو د لېرې کولو پر مهال دې د ساحوي کارکوونکو د خوندیتوب اصولو ته جدي پاملرنه وشي.

همدارنګه د شرکت ساحوي انجنیر ته سپارښتنه وشوه چې د کارکوونکو د خوندیتوب تدابیر په بشپړ ډول مراعت کړي او ټولې ودانیزې چارې د تخنیکي نقشو، ټاکل شوو مشخصاتو او د کارونو د احجامو له مخې په معیاري او تخنیکي ډول پر مخ یوسي.

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست جامع مسجد د امارتي ادارو له مهمو دیني تاسیساتو څخه ګڼل کېږي چې په بشپړېدو سره به د ادارې کارکوونکو او مراجعینو لپاره د عبادت مناسب، منظم او معیاري چاپېریال برابر کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۹
Background image

د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو چارې تخنیکي وڅارل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینري ټیم له لوري د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو د چارو د ارزونې په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو.

د یاد سړک د جوړولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې په تېره یوه اوونۍ کې په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۱۸
Background image

د یوولسمې ناحیې په شنو ساحو کې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ښاري سرغړونو د رسیدګۍ او عامه پوهاوي آمریتونو تخنیکي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت