د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، غزني ولایت ته سفر وکړ او هلته یې پر راستانه شوو مهاجرو کورنیو د دایمي مېشتېدو په پار استوګنیزې نمرې ووېشلې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۴۸
غزني ولایت

۱۴۴۷/۹/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، غزني ولایت ته سفر وکړ او پر راستنو شوو مهاجرو کورنیو یې د دایمي مېشتېدنې په پار استوګنیزې نمرې ووېشلې.

محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني وویل، د اسلامي امارت له اساسي پالیسیو څخه یوه دا ده، چې راستنېدونکو مهاجرینو ته خوندي او باعزته ژوند برابر شي.

ښاغلي وزیر ټینګار وکړ، چې د استوګنیزو ښارګوټو جوړول به د هغو افغانانو لپاره دایمي حل وي چې له کلونو مهاجرت وروسته خپل هېواد ته راستانه کېږي.

د نوموړي په خبره، د کور او ښار جوړولو وزارت هڅه کوي چې د اسلامي امارت په خپله داخلي بودیجه او امکاناتو، راستنېدونکو کورنیو لپاره د استوګنې ترڅنګ د ژوند نور بنسټیز خدمات لکه سړکونه، د اوبو رسولو سیستم، برېښنا او عامه تاسیسات هم برابر کړي، څو هغوی وکولای شي په ارامه او خوندي چاپېریال کې خپل عادي ژوند پیل کړي.

د ښاغلي وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري په غزني ولایت کې، د مهاجرینو په لومړي ښارګوټي کې د تفصیلي پلان تر منظورېدو وروسته د نمرو د وېش لړۍ رسماً پیل کړه.

دغه ښارګوټی په یو زر، نهه سوه او اووه (۱۹۰۷) جریبه ځمکه کې جوړ شوی او ټولې شاوخوا اتلس سوه  (۱۸۰۰) استوګنیزې نمرې لري، چې پر راستانه شوو مهاجرو کورنیو به ووېشل شي.

د اوس لپاره په دغه لړ کې لسو کورنیو ته نمرې ووېشل شوې او دا لړۍ به دوام پیدا کړي، ترڅو په غزني کې راستنې شوې ټولې مهاجرې کورنۍ له استوګنیزو نمرو برخمنې شي.

د دغو ښارګوټو جوړېدل به د راستنېدونکو مهاجرینو د منظم مېشتېدو ترڅنګ د هغوی لپاره د مناسب استوګنځای، خدماتو او بنسټیزو اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې مهم ګام وي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۴
Background image

د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۲

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

د یاد ښارګوټي په پخواني. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

په قلعه نجارا کې د ساختماني چارو د قانوني وضعیت ارزونه ترسره شوه

۱۴۴۸/۵/۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اړوند د قلعه نجارا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۱:۲۳
Background image

دمیدان وردګ په چک ولسوالۍ کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۵/۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای اېس ریاست تخنیکي ټیمونو د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ په دشت توپ سیمه کې د کډوالو ښارګوټي د جوړولو په موخه د ۱۳۰۰ جریبه ځمکې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت