په شبرغان ښار کې د زر فامیلي سړک د قیراچونې له چارو څارنه وشوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۱۵
جوزجان، شبرغان

۱۴۴۷/۰۹/۲۲

د کور اوښار جوړولو وزارت تخنیکي ټيم  د شبرغان ښاروالۍ اړوند د «زر فامیلي» سړک د جوړېدو له چارو څخه څارنه ترسره کړه.

د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټيم د قراردادي شرکت مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې د دې سړک ټولې چارې د تخنیکي نقشې، د کارونو د حجمونو د اټکل (براورد) او تدارکاتي شرطنامې له مخې، د انجنیرۍ او تخنیکي معیارونو په پام کې نیولو سره پلې کړي.

د زر فامیلي سړک د شبرغان ښار له مهمو زیربنایي پروژو څخه شمېرل کېږي چې په بشپړېدو سره به یې د سیمې اوسېدونکو ته د تګ راتګ اسانتیاوې زیاتې او د ښار ترانسپورتي حالت به لا ښه شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۹
Background image

د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو چارې تخنیکي وڅارل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینري ټیم له لوري د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو د چارو د ارزونې په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو.

د یاد سړک د جوړولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې په تېره یوه اوونۍ کې په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۱۸
Background image

د یوولسمې ناحیې په شنو ساحو کې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ښاري سرغړونو د رسیدګۍ او عامه پوهاوي آمریتونو تخنیکي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت