په نهه ولایتونو کې نږدې اووه زره استوګنیزې نمرې پر راستانه شوو مهاجرو کورنیو ووېشل شوې
۱۴۴۷/۹/۲۱
د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې کمېټې تر دې دمه په نهه ولایتونو کې پر راستانه شوو مهاجرو کورنیو باندې شپږ زره، شپږ سوه او څلور څلوېښت (۶۶۴۴) استوګنیزې نمرې ووېشلې.
له دغې ډلې په کندهار ولایت کې (۲۱۵۸) نمرې، ننګرهار ولایت کې (۱۲۰۳) نمرې، په لغمان ولایت کې (۸۴۵) نمرې، په کندز کې (۱۱۵۹) نمرې، کونړ ولایت کې (۵۰۶) نمرې، بامیان ولایت کې (۱۱۴) نمرې، په بلخ ولایت کې (۴۸۴) نمرې، سمنګان ولایت کې (۱۰۰) نمرې او په میدان وردګ ولایت کې بیا (۷۵) استوګنیزې نمرې وېشل شوي دي.
د راستنېدونکو مهاجرو د دایمي مېشتېدو په موخه د استوګنیزو نمراتو د وېش بهیر لا هم دوام لري او ټاکل شوې ده چې نورو ولایتونو ته هم دا لړۍ وغځول شي.
همداراز، د کور او ښار جوړولو وزارت په دغو نوو ښارګوټو کې د عامه خدمتونو د برابرولو چارې هم پر مخ وړي.
په دغو خدمتونو کې د سړکونو او لارو جوړول، د ښوونځیو، جوماتونو، کلینیکونو او نورو اړینو عامه تاسیساتو رامنځته کول شامل دي، څو راستنې شوې کورنۍ وکولای شي په مناسب چاپېریال کې دایمي استوګنه وکړي.
د استوګنیزو نمراتو وېش به د راستنو شویو مهاجرو د ژوند په ښه کېدو کې مهم رول ولوبوي او هغوی ته به د سرپناه ترڅنګ د باعزته او با ثباته ژوند زمینه برابره کړي.
