په جوزجان ولایت کې د روغتیايي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۷/۰۹/۱۹
د جوزجان ولایت د کور اوښآر جوړولو ریاست محترم رئیس وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د یو روغتیایي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه وکړه.
ښاغلي رئیس وویل، د جوزجان ولایت د عامي روغتیايي روغتون د چت د کانکریټ اچونې چارې روانې وې، چې له تخنیکي ټيم لخوا یې چارې و څارل شوې.
د نوموړي په خبره، قراردادي شرکت مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وشوې، تر څو تولې چارې د نقشې مطابق په معیاري ډول تر سره کړي.
د کور اوښار جوړولو وزارت مرکزي او ولایتي ټيمونه د پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو چارې د نقشې او شرطپاڼې مطابق تر سره شي.
