د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر د زابل لپاره درې تفصیلي او سټراټیژیک پلانونه منظور کړل

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۹ - ۱۱:۳۴
زابل

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر محترم محمد جواد پیکار د زابل والي محترم رحمت الله یارمل، د زابل د علماو شورا رئیس، د ولایتي شورا مرستیال، د جلالتمآب جمهور رئیس ستر سلاکار او د زابل ولایت یو شمېر مشرانو په حضور کې د یاد ولایت لپاره درې تفصیلي او سټراټيژیک پلانونه منظور کړل.

د دغو پلانونو له ډلې یو په قلات ښار کې پر ۳۰۹ جریبه دولتي ځمکې باندې د قهرمانانو په نوم د شهیدانو کورنیو لپاره د یوه ښارګوټي تفصیلي پلان دی چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له خوا جوړ شوی دی.

په دغه ښارګوټي کې ۶۷۲ استوګنیزې نومرې شته دي چې د دفاعي او امنیتي ځواکونو شهیدو سرتېرو کورنیو باندې وېشل کیږي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت پر یاد تفصیلي پلان سربېره پر ۲۱۱ جریبه دولتي ځمکې باندې د زابل ولایت د پوهنتون تفصیلي پلان هم ډیزاین کړی دی.

دغه پلان کې پر لسو پوهنځیو سربېره، اکاډمیک، سپورټي، خدماتي او شنې ساحې، کتابتون، اډیټوریم، وړکتون او د کرنې فارم ته هم ځای ورکړل شوی دی.

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر په ورته وخت کې د زابل مرکز قلات ښار لپاره سټراټیژیک پلان هم منظور کړ. دغه پلان کې د قلات ښار راتلونکیو شلو کلونو اړتیاوې په پام کې نیول شوي دي.

محترم محمد جواد پیکار، یاد پلانونه د قلات ښار منظمې پراختیا لپاره مهم وبلل او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ښاري پروګرام جوړونې عمومي ریاست ته دنده ورکړه چې ژر تر ژره دې قلات ښار ته یوه تخنیکي ډله ورولیږي، څو د سټراټیژیک پلان په رڼا کې د تفصیلي پلانونو جوړولو سروې چارې ترسره کړي.

د ویلو ده چې د زابل ولایت چارواکي او مشران د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر محترم محمد جواد پیکار څخه په مننې د زابل ولایت منظمې پراختیا په تړاو د نوموړي له هڅو ستاینه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۴:۶
Background image

په کابل ښار کې د ښاري سرغړونو په موخه د ودانیو دوامداره څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۷/۰۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست په لارښوونه، د ښاري سرغړونو ړ مخنیوي ټيمونه او د عامه پوهاوي تخنیکي ټیمونه د کابل ښار په جوړیدونکو ودانیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۴:۱
Background image

د کوه قُرغ ساحه د ښاري پراختیا لپاره مناسبه وپېژندل شوه

۱۴۴۷/۰۷/۰۸

د امیرالمؤمنین حفظه‌ الله د حکم  له مخې، د کابل ښار د ۴۱ ساحو له ډلې څخه د شپږمې ناحیې اړوند د کوه قُرغ ساحې لپاره پراخ او هر اړخیز ښاري مطالعات په بریالیتوب سره بشپړ شول.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۲:۲۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کوتل تخت ښارګوټي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۷/۰۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست په لارښوونه، د میدان وردک ولایت د انکشافي کوتل تخت ښارګوټي څخه څارنه ترسره شوه.

د ترسره شوې څارنې پر بنسټ. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت