په لوګر ولایت کې د راستنېدونکو مهاجرو کورنیو لپاره د دایمي مېشتېدنې کمېټې غونډه ترسره کړه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۵۷
لوګر

۱۴۴۷/۹/۸

لوګر ولایت کې د راستنېدونکو مهاجرو کورنیو لپاره د دایمي مېشتېدنې کمېټې ناسته، د دغه ولایت د محترم مرستیال والي الحاج مولوي محمد انور دین پرور په مشرۍ ترسره شوه.

لوګر ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم رئیس مولوي مطیع الله زاهد، د راستنېدونکو مهاجرو کورنیو لپاره د دایمي مېشتېدنې کمېټې غړو ته، د راستنېدونکو کورنیو د اسنادو د ارزونې څرنګوالي، د مهاجرینو ښارګوټي د درېیم پړاو تفصیلي پلان، د نوې ساحې د ټاکلو بهیر او په ښارګوټي کې د عام‌المنفعه تأسیساتو د جوړولو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

نوموړي زیاته کړه، د راستنېدونکو لپاره د ځمکو «نمرو» د وېش بهیر په جدي او منظم ډول روان دی.

د دین، هېواد او خلکو پر وړاندې خپلو تعهداتو ته ژمن پاتې کېدل، د راستنېدونکو د ستونزو د حل لپاره په اخلاص هڅې کول، او خلکو ته د تلپاتې هوساینې او ارام ژوند زمینه برابرول، هغه موارد وو، چې په دغه ناسته کې پرې ټینګار وشو.

د یادې کمېټې له غړو غوښتنه وشوه، چې خپلې دندې په بشپړ صداقت او شفافیت ترسره کړي او د مهاجرو وګړو حقونه په عادلانه توګه تأمین کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې پیل کړي، چې په کور دننه د مراستنېدونکو مهاجرو کورنیو لپاره د باعزته ژوند د پیل زمینه برابره کړي او منظم ښاري سیستم فعال کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

د ۴۱۱ ساختماني پروژو براورد او د کاري حجمونو لېست ترتیب شو

 

۱۲/۱۰/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د سنجش او براورد ریاست له لوري، د تېر یوه کال په موده کې د ۴۱۱ ساختماني پروژو براورد ترسره او د هغو د کاري حجمونو لېستونه ترتیب شوي دي.

یادې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۷
Background image

د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست اړوند تخنیکي ټیمونو له لوري، د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند په بېلابېلو ساحو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

دغ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۸
Background image

د مزارشریف په درې ناحیو کې د ښاري تخلفاتو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د مزارشریف ښار په لومړۍ، څلورمې او پنځمې ناحیو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ښاري پلانونو د سم تطبیق په موخه ساحوي څارنه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت