د کابل ښار پنځمې ناحیې اړوند د پلي لارو او سړکونو د پاک ساتلو په موخه عامه پوهاوی ترسره شو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۱:۲۵
ناحیه پنجم

۱۴۴۷/۸/۲۸

د ښار پاک ساتل او ښاري قوانین مراعتول د هر افغان دنده ده، چې باید ترسره یې کړي او یوازې مسؤلو ادارو ته لاس ترزنې پاتې نه شي.

له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست، اړوندو د عامه پوهاوي او نظارت له امریتونو څخه جوړ شوي ټیمونو، د کابل ښار پنځمې ناحیې د کمپنۍ سړک په ساحه کې له ښاري فعالیتونو څخه لیدنه وکړه.

د دې لیدنې موخه هغه لاس پلورونکو، کراچۍ لرونکو او نورو کسب ‌کارانو ته عامه پوهاوی ورکول وو، چې د کمپنۍ سړک په مسیر کې یې د سړکونو او پلي لارو له حریم څخه استفاده کوله او د تګ راتګ خنډ یې رامنځته کړی و.

د یادې لیدنې پر مهال اړوندو اشخاصو ته وویل شو، چې د یادې نېټې له ثبتېدو وروسته به د ۳۰ ورځو په موده کې پلي لارې او د سړک حریمونه تخلیه کړي او یا هم د خپلو پلور ځایونو د انتقال او بدیل ځای موندلو لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.

ټینګار وشو چې د ټاکل شوې مودې له پای ته رسېدو وروسته به د سرغړوونکو هېڅ ډول شکایت د منلو وړ نه وي.

د یاد اقدام موخه د پلي لارو او سړکونو پاک‌ کول، د ګڼې ګوڼې مخنیوی، د سیمې هویت او هوساینه، د ښاریانو د ستونزو حل او په ښار کې د ښار جوړولو د قوانینو او مقرراتو د سم تطبیق ډاډمن کول دي.

یادې نظارتي او پوهاوي چارې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست د رئیس په هدایت ترسره شوې، تر څو ډاډ ترلاسه شي چې ښاري قوانین په سمه توګه پلي کېږي او د ښاري او ساختماني تخلفاتو مخه ونیول شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۵:۱۶
Background image

د نوي کابل ښار په محدوده کې د سرطاني ناروغانو د طبي کمپلکس د تخنیکي کمېټې غونډه ترسره شوه

۱۴۴۷/۸/۲۸

د سرطاني ناروغانو د طبي کمپلکس د تخنیکي کمېټې غونډه، چې ټاکل شوې ده د عطا خیریه بنسټ له لوري د نوي کابل ښار په محدوده کې جوړه شي، د مسکن، ساختماني چارو او د برنامو د پراختیا. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۱:۳۴
Background image

په فراه ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټي جامع جومات د بنسټ ډبره کېښودل شوه

۱۴۴۷/۰۸/۲۸

د فراه ولایت مرکز، د مهاجرینو په ښارګوټي کې د جامع جومات د اعمار پروژه د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له‌خوا، د فراه ولایت د بېلابېلو ادارو د مسؤلینو په حضور کې پیل. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۱:۲۵
Background image

د کابل ښار پنځمې ناحیې اړوند د پلي لارو او سړکونو د پاک ساتلو په موخه عامه پوهاوی ترسره شو

۱۴۴۷/۸/۲۸

د ښار پاک ساتل او ښاري قوانین مراعتول د هر افغان دنده ده، چې باید ترسره یې کړي او یوازې مسؤلو ادارو ته لاس ترزنې پاتې نه شي.

له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست، اړوندو د عامه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

3 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت