د افغانستان زیربناء په تېرو جګړو کې له منځه تللې، فرصت برابر شوی چې بېرته جوړه شي
۱۴۴۷/۸/۱۹
د کور او ښار جوړولو وزارت نوي مالي او اداري مرستیال محترم مولوي محمد رباني ناصح، په خپل کاري دفتر کې، د دغه معینیت تر چتر لاندې د اړوندو ریاستونو له مسؤلینو سره وکتل او پر یو شمېر مهمو موضوعاتو یې خبرې وکړې.
ښاغلي مرستیال مولوي محمد رباني ناصح اړوندو رئیسانو ته په خطاب کې وویل، د تېرو لسیزو جګړو له امله د افغانستان زیربناء له منځته تللې، چې فرصت راغلی باید جوړه شي.
نوموړي وویل، مني چې ځینې ستونزې به وي، خو په خبره یې مهم خلکو او هېواد ته خدمت دی چې باید کار ورته وشي.
محترم مالي او اداري مرستیال زیاته کړه، رسمیاتو ته مه ګورئ، بلکې اړتیا ته وګورئ او په اخلاص او ژمنتیا کار وکړئ.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مالي او اداري معین وویل، اړتیا ده چې مالي او اداري سیستم پیاوړی شي، بنسټیز شي، څو خدمت کولو ته زمینه برابره شي.
ښاغلي ناصح ټینګار وکړ، چې ولس په سختو شرایطو کې د مجاهدینو ملاتړ کړی نو اړتیا ده چې په اخلاص ورته کار وشي، ستونزې یې حل شي او په ادارو کې د چارو له ځنډ او خنډ مخنیوی وشي.
هغه د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه، په راغلي نظام او فرصت باید شکر اداء شي، یو له بل سره په نېکو کارونو کې مرسته او همکاري وشي، ترڅو هېوادوالو ته د هوسا ژوند کولو زمینه برابره شي.
ورپسې ښاغلو رئیسانو ډاډ ورکړ، چې ورسپارل شوی مسؤلیت به په سمه توګه سرته رسوي، اطاعت به کوي او یو له بل سره به په چارو کې مشوره، مرسته او همکاري کوي.
