د ننگرهار ولایت د ګمبیري سیمې په ساحه کې د توپوګرافیکي سروې او جي ‌ای ‌ایس چارې بشپړې شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۲:۷
ګمبیري

۱۴۴۷/۰۸/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای ‌ایس ریاست د رئیس په لارښوونه، د یاد ریاست تخنیکي ټیم د نږدې ۱۰۰۰ جریبه ځمکې په ساحه کې د توپوګرافي سروې او جي ‌ای ‌ایس  چارې ترسره کړې.

د سروې موخه کونړ ولایت د زلزله ځپلو لپاره د وړاندیز شوې ساحې په اساس د منظم او معیاري ښارګوټي د جوړولو پلان برابرول وو، چې  ټول معلومات د عصري جي ‌ای ‌ایس سیسټم له لارې ثبت او تحلیل شوي، تر څو د راتلونکو ودانیو، سړکونو او بنسټیزو اسانتیاوو طرحه د ملي او نړیوالو معیارونو سره په بشپړه توګه برابره وي.

د تخنیکي ټیم له لوري ویل شوي، چې دا مرحله د ښاري پلان جوړولو لپاره بنسټیزه ده او د زلزله ځپلو خلکو لپاره د اسانتیاوو، دوامداره استوګنې او د معیاري ښارګوټي جوړولو لپاره مهم ګام بلل کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۴
Background image

د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۲

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

د یاد ښارګوټي په پخواني. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

په قلعه نجارا کې د ساختماني چارو د قانوني وضعیت ارزونه ترسره شوه

۱۴۴۸/۵/۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اړوند د قلعه نجارا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۱:۲۳
Background image

دمیدان وردګ په چک ولسوالۍ کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۵/۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای اېس ریاست تخنیکي ټیمونو د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ په دشت توپ سیمه کې د کډوالو ښارګوټي د جوړولو په موخه د ۱۳۰۰ جریبه ځمکې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت