د ننگرهار ولایت د ګمبیري سیمې په ساحه کې د توپوګرافیکي سروې او جي ای ایس چارې بشپړې شوې
۱۴۴۷/۰۸/۱۹
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست د رئیس په لارښوونه، د یاد ریاست تخنیکي ټیم د نږدې ۱۰۰۰ جریبه ځمکې په ساحه کې د توپوګرافي سروې او جي ای ایس چارې ترسره کړې.
د سروې موخه کونړ ولایت د زلزله ځپلو لپاره د وړاندیز شوې ساحې په اساس د منظم او معیاري ښارګوټي د جوړولو پلان برابرول وو، چې ټول معلومات د عصري جي ای ایس سیسټم له لارې ثبت او تحلیل شوي، تر څو د راتلونکو ودانیو، سړکونو او بنسټیزو اسانتیاوو طرحه د ملي او نړیوالو معیارونو سره په بشپړه توګه برابره وي.
د تخنیکي ټیم له لوري ویل شوي، چې دا مرحله د ښاري پلان جوړولو لپاره بنسټیزه ده او د زلزله ځپلو خلکو لپاره د اسانتیاوو، دوامداره استوګنې او د معیاري ښارګوټي جوړولو لپاره مهم ګام بلل کېږي.
