په سرپل ولایت کې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د انګړ د شنې ساحې او پلې‌لارو د طرحې او ابتدایي براورد ترتیب بشپړ شو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۱:۱
سرپل

۱۴۴۷/۰۸/۱۴

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له لوري، د ولایت محترم مقام د لارښوونې پر بنسټ او د چاپېریالي وضعیت د ښه‌ والي، د ظاهري ښکلا د لوړولو او د مراجعینو او کارکوونکو لپاره د مناسب کاري چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، د سرپل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د انګړ د شنې ساحې او پلې‌ لارو طرحه او ابتدایي برآورد ترتیب او چمتو شو.

یاده طرحه د پلې‌ لارو تنظیم او جوړول، د تم ځایونو سرپناه او د مراجعینو د تم ځای څوکیو نصب چې ټول د تخنیکي او ښاري معیارونو پر بنسټ ډیزاین شوي دي.

د دې پروژې تطبیق به د یادې ادارې د عمومي بڼې په ښه ‌والي، د مناسبې شنې ساحې په رامنځته کولو، د مراجعینو او کارکوونکو د هوساینې په زیاتوالي او د موجودې ساحې په اغېزمنه استفاده کې مهم رول ولوبوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت