په سرپل ولایت کې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د انګړ د شنې ساحې او پلېلارو د طرحې او ابتدایي براورد ترتیب بشپړ شو
۱۴۴۷/۰۸/۱۴
د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له لوري، د ولایت محترم مقام د لارښوونې پر بنسټ او د چاپېریالي وضعیت د ښه والي، د ظاهري ښکلا د لوړولو او د مراجعینو او کارکوونکو لپاره د مناسب کاري چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، د سرپل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د انګړ د شنې ساحې او پلې لارو طرحه او ابتدایي برآورد ترتیب او چمتو شو.
یاده طرحه د پلې لارو تنظیم او جوړول، د تم ځایونو سرپناه او د مراجعینو د تم ځای څوکیو نصب چې ټول د تخنیکي او ښاري معیارونو پر بنسټ ډیزاین شوي دي.
د دې پروژې تطبیق به د یادې ادارې د عمومي بڼې په ښه والي، د مناسبې شنې ساحې په رامنځته کولو، د مراجعینو او کارکوونکو د هوساینې په زیاتوالي او د موجودې ساحې په اغېزمنه استفاده کې مهم رول ولوبوي.
